1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لغمان ولایت د ښځو د چارو رئیسه ووژل شوه

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

د جمعې په ورځ په افغانستان کې دوې چاودنې وشوې چې په پایله کې ئې یو د ناټو سرتیری او د لغمان ولایت د ښځو د ادارې مشره ووژله شوه. دغه پېښي د افغان او ناټو ځواکونو د چارواکو له خوا هم منلې شوې دي. (انځور له ارشیف څڅه)

https://p.dw.com/p/15X4n
انځور: dapd

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک، دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې د دې ولایت د ښځو د چارو د ادارې مشره حنیفه ساپۍ، د یوه بم په چاودنه کې وژل شوې ده. هغه زیاته کړه:

«نن د لسو بجو په شاوخوا کې د سولې او وطن دښمنانو د لغمان ولایت د ښځو د چارو د ادارې د مشرې په موټر کې ځای پر ځای کړی یو مقناطیسي بم وچاوه چې له کبله ئې میرمن ساپۍ په شهادت ورسیده او مېړه ئې سخت ټپي شو.»

ښاغلي ځواک زیاته کړه چې په دې پېښه کې لس تنه نور ملکي وگړي هم ټپیان شوي دي. هغه د پېښې پړه د افغانستان پر دښمنانو واچوله او ویویل چې د افغانستان د خلکو دښمنان په دغه شان بریدونو لاس پورې کوي.

کله چې د میرمن ساپۍ په موټر کې چاودنه وشوه، هغه له خپل مېړه او لور سره د واده یوه محفل ته روانه وه. لا تر اوسه پورې د دې پېښي پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په یوه بله پېښه کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو یو سرتیری هم د دې هیواد په جنوب کې وژل شوی دئ. د ناټو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ائتلافي ځواکونو یو سرتیری د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودلو له کبله وژل شوی دئ.

ناټو د خپل وژل شوي سرتیري او د پېښې د ځای په اړه نور جزئیات نه دي بربنډ کړي. هغوی تل د خپلو وژل شوو سرتیرو هویت نه بربنډوي.

په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د چاودنو له کبله، ملکي وگړو، ناټو، افغان ځواکونو او چارواکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض