1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لمر د انرژې تر ټولو لوی برېښنا کوټ په امريکا کي جوړيږي

۱۳۸۹ آبان ۶, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر د چاپېريال ساتني په برخه کي هلي ځلي ګړندۍ کوي.

https://p.dw.com/p/PrHy
انځور: AP

په کاليفورنيا کي به د لمر د انرژۍ تر ټولو لوی برېښناکوټ جوړ سي. دغه برېښناکوټ به د يوې اټومي بټۍ په اندازه برېښنا توليدوي، چي د يو آلماني شرکت لخوا يې د ودانۍ چارې مخ ته وړل کيږي.

المانی ويبسايټ شپېگل انلاين لیکي چي د لمر د دغه ستر برېښناکوټ د ودانولو طرحه د کورنيو چارو وزير کېن سالازار د دوشنبې په ماښام په واشنګټن کي معرفي کړه.

آلمانی سولار ميلېنيم نومی شرکت به د تلېو د امريکايي شېفرون شرکت په همکارۍ دغه طرحې ته عملي بڼه ورکړي. په دې ترتيب به د نړۍ تر ټولو لويه د سولار يا لمر د انرژۍ بټۍ رامنځته شي.

دغه پروژه د موياوه په نوم دشته کي عملي او تر سره کيږي. څلور برېښنابټۍ به په راتلونکي کې په مجموعي توګه تقريبا زر مېګاواټه برېښنا توليدوي.

دغه برېښنا د درو سوو لکو تر اوو نيم سوو لکو کورونو لپاره کفايت کوي. د پروژې لګښت تقريبا شپږ مليارډه ډالره اټکل شوی دی.

خو د امريکا د کورنيو چارو وزارت زياتوي چې د سولار انرژۍ نورې پروژې هم په پام کې نيول سوې دي، چې ټول ټال توليد يې۲۸۰۰ مېګاواټو ته رسيږي.

دغه برېښنا د دوو مليونو کورونو دپاره کفايت کوي.

آژانسونه/ نسيم صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل