1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لمړی ځل لپاره د اروپايی ټولنۍ د کميسپون مشر خوزی باروسو ترکيي ته سفر کړی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۶, جمعه

داسی ښکاری چی د اروپايی ټولنۍ او د ترکيي په اړيکوکی يو نوی خوزښت راشی. د اروپايی ټولنۍ د کميسيون مشر باروسو انقری ته تللی دی او دی به په دغه هيواد کی څو ورځۍ تيروی

https://p.dw.com/p/DoV8
انځور: dpa - Bildfunk

دا چی په ارورپايی ټولنه کی د ترکيي د غړيتوب د مسالی په اړوند څه نوی وړاندیزونه لری او که ځنګه دا به په انقره کی د باروسو د خبرو په بهير کی روښانه شی.

دا لمړی ځل دی چی د اروپایی ټولنۍ د کميسپون مشر خوزی باروسو ترکيي ته سفر کوی. که څه هم دی د 2005 ميلادی کال راهيسی د ترکيی له حکومت سره په اروپايی ټولنه کی ددغه هيواد دغړيتوب په اړه خبری پر مخ بيايی.
که څه هم عملا دغه خبری په ټپه دریدلی ځکه چی ترکیه لا تر اوسه هم دا نه منی چی قبرس د اروپايی ټولنۍ د يوه غړی هیواد په توګه به رسميت وپيژنی . د اروپايی ټولنی له نظره د قبرس دټاپو شمالی برخه ترکانو غصب کړی.
خو د قبرس په ټاپوکی د وروستيو ټاکنو نه راپديخوا چی يو نوی حکومت ټاکل شوی ، دغه حکومت غواړی چی د قبرس د جنوبی يونانی برخی او د شمالی برخی ترمنځ چی د قبرس ترکی برخه بلل کيږی ، خبری وشی تر څو چی ددغه خبرو په نتيجه کی، که وشی دقبرس دټاپو دبيرته يوالی دپاره لاره هواره کړی . او که چیری د قبرس د يوالی دپاره يو ه لاره پيداشی، نو د اکار به په ِِاروپایی ټولنه کی د بروسو په عقيده د ترکيی دغړیتوب د خبرو د پرمختګ دپاره هم یوښه شانس وی .

خو اوس په ترکيه کی دننه هم یو لړ نوۍ شخړۍ پيدا شوی او دترکيی داساسی قانون محکمه غواړی چی دعدالت او پرمختګ په نامه ددغه هيواد دمحافظه کار اسلامی حکومت کونکی ګوند دغير قانونی کولو موضوع وڅيړی.