1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لندن بريد يو ترهګر بريد ؤ»

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

عيني شاهدان وايي چي بريد کوونکي دا نعرې وهلې «دا د سوريې له پاره» او درې کسان يې په چاړه ووهل. امنيتي چارواکي وايي چي دغه يو ترهګر بريد ؤ.

https://p.dw.com/p/1HI76
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه بريد کي درې کسان ژوبل سوي دي. د عيني شاهدانو له قوله بريد کوونکي د لندن د سوريې سياست په تړاو خبره کوله. پوليس اټکل کوي چي د چړې دغه بريد يو ترهګر شاليد لري.

دغه پيښه د لندن په ختيځ کي د مځکي لاندي اورګاډي د لايټون سټون په تمځي کي رامنځ ته سوه. ويل سوي چي په دغه بريد کي درې کسان ژوبل سوي چي پکښي يو يې سخت زخمي دی خو د مرګ د ګواښ سره نه ده مخامخ.

د تيارسئ حالت

پوليسو ويلي چي د دغه بريد په تور يې يو شکمن سړی نيولي دی. د پوليسو په وينا د دې وروسته هم د ترهګرۍ ګواښ موجوده دی. هغوی اټکل کوي چي د چړې دغه بريد هم د ترهګرۍ شاليد لري. پوليسو پر ولسي خلکو د آرام پاته کېدلو ږغ کړی دی. په بريتانيه کي د زيات وخت راهيسي د ترهګرۍ د ګواښ له کبله د تيارسئ حالت دی.

د عامو وګړو له خوا د دغې پيښي ثبت سوې ويډيوګاني په انټرنټ کي خپرې سوي دي. په يوه ويډيو کي په تمځي کي د وينو نخښې معلوميږي او يو پوليس نعرې وهي :«چاړه وغورځوه!» دغه پوليسو پر بريد کوونکي باندي د اليکترونيکي توپنچې په مرسته فاير کوي. په دويمه ويډيو کي بيا ښودل کيږي چي پوليس تورن کس پر مځکه کښېکاږي.

«ستاسو وينه به هم توييږي»

بيلو رسنیو راپورونه ورکړي چي کله چي بريدکوونکی کس د پوليسو له خوا بيول کېدی نو هغه ويل: «کله چي د مور سوريې سره کار لرئ نو ستاسو وينه به هم توييږي.» رسنيو د عيني شاهد له قوله دغه معلومات خپاره کړي دي. زياته سوې چي دغه کس د چړې د وار کولو پر وخت هم ويل «دا د سوريې له پاره».

د بريتانيې د کارګرو د ګوند رئيس جېرمي کورباين په خپله ټويټر پاڼه کي ليکلي چي دغه بريد «تکان ورکوونکی دی.»

په لندن کي دغه بريد د هغه څخه درې ورځي وروسته رامنځ ته کيږي چي د بريتانيې پارلمان د داعش پر ضد په بمباريو کي د بريتانيې د ونډه اخيستلو په حق کي پرېکړه وکړه. د بريتانيې لومړي وزير ډېويډ کېمرون په دې تړاو و پارلمان ته د ماموريت له پاره مسوده وړاندي کړې وه. د چهارشنبې په ورځ (د دسامبر ۲مه نېټه) د بريتانيې د پارلمان اکثرو استازو د دغه مسودې په حق کي رايه واچوله. کېمرون د زيات وخت راهيسي غوښتل چي بريتانيه په سوريه کي د «اسلامي دولت» يا داعش پر ضد بمبارۍ وکړي خو په پارلمان کي يې د دې له پاره اړين اکثريت نه درلود.