1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن کنفرانس لپاره د افغانستان په اړه د جرمني نوې ستراتيژي

۱۳۸۸ بهمن ۶, سه‌شنبه

لومړۍ وزيري د اونۍ په سر کي څرګنده کړي وه، چي پدي نوي طرحه کي به د افغانستان د پوليسو او عسکرو روزل شامل وي. پدي باندي هم خبري شوي دي، چي په افغانستان کي به د الماني عسکرو شمير له 500نه تر 1500تنه نور هم زيات سي...

https://p.dw.com/p/LhIk
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: picture alliance/dpa

د لمړي وزارت په ماڼۍکي ددوشنبي په ماښام، د افغانستان په وړاندي د المان د حکومت د نوي ستراتيژۍ په هکله خبري اوکتنه پاي ته رسيدلي ده.

دهغه د نتيجي په هکله لا تراوسه کوم معلومات نشته .پدي خبرو کي د مسيحي ديموکرات دګوندغړي اولمړۍ وزيري انګيلامرکل، د آزاد ديموکرات دګوند غړيو د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترويلي،او د پرمختيايي مرستو د چارو وزير ديرک نيبل، د مسيحي ديموکرات د ګوند غړي او د ننه د چارو وزير توماس ديميزير، او د مسيحي سوسيال ګوند غړي او ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ برخه اخيستي وه.

داسي په پام کي وو،چي پدې کتنه کي نوي ستراتيژي وټاکل شي او دا ستراتيژي به د لندن د افغانستان په غونډه کي د المان د دريز بنسټيزه وي.

ميرکل د حکومت د غړيو د خپل منځي سلا مشورو څخه پخوا ويلي وو چي، د افغانستان په اړه د المان په طرحه کي به ملکي بيا رغونه،دپوليسو اوعسکرو روزنه، د وګړو ساتنه،او پوځي فعاليتونه سره ګيډکړای شي او يوه مجموعه به تري جوړه کړاي شي.

لمړۍ وزيري همدا داونۍ په سرکي څرګنده کړي وه چي پدي نوي طرحه کي به دافغانستان دپوليسواوعسکروروزل شامل وي.پدي باندي هم خبري شويدي چي په افغانستان کي به دالماني عسکرو شميربه له 500 نه تر 1500تنه نورهم زيات شي .ددفاع وزير څو ګوتنبرګ به دلندن دغونډي له پيل کيدو څخه پخوا دپنجشنبي په ورځ پدي هکله مشخص معلومات وړاندي کړي.

همدغه ډول لمړۍ وزيره مرکل په پام کي لري چي دسه شنبي په ورځ په مرکزي پارلمان بوندستاګ کي دبرخه لرونکو ګوندونو له نماينده ګانوسره وګوري اوهغوته دافغانستان په اړه دالمان دنوي ستراتيژۍ په هکله معلومات ورکړي

دالمان داردو دعسکرو داتحاديي مشر اولريښ کيرش دپوځ دشمير دډيرولوپه هکله بحثونوباندي نيوکه کړي، او« پساور نوین پرسه» ته يي ويلي دي چي دي په افغانستان کي دپوځ دګمارلو دبشپړ او بي رعايته بيلانس دخپريدو غوښتونکي دي. ځکه چي دا بيلانس اوږده موده ښايسته رنګ شويدي .دالمان دپوځ پخواني ستر پلټونکي کويات له افغانستانه څخه دالماني پوځ دويستلو په اړوند ويلي دي چي: پرته لدي چي سړي وګوري چي آيا خپلو موخوته رسيدلي، اوکوم کاريي کړيدي همداسي وتل تيښته ده . دابه دافغانانوپه وړاندي مسوليت څخه تيښته وي اوپدي اړوند به دشمالي اطلس دتړون سره له پيوستون څخه تيښته وي.

لمړۍ وزيري ميرکل ددوشنبي په ماښام په هغي ميلمستيا کي چي ديپلوماتانوته يي کړي وه څرګنده کړيده چي همدا سږ کال بايده دي داسي سياسي شرايط برابر کړاي شي چي دافغانستان دامنيت او پرمختګ چاري افغانانوته ورمنتقلي شي .دمسيحي ديموکرات اوآذاد ديموکرات ګوندونه هڅه کوي چي دسوسيال ديموکرات ګوند هم دنوي طرحي په برخه کي دځان په پلوکړي ترڅوچي په پارلمان کي دپوځ دګمارلو لپاره يي دپلويانوشمير زيات شي .خو دسوسيال ديموکرات ګوند غواړي چي دالمان پوځ په 2015کال کي له افغانستانه څخه ووزي اوتراوسه لا داهم ردوي چي افغانستان ته نور جګړه مار عسکر واستول شي. دشنودګوند مشره پدي اړه وايي: زه فکرکوم چي د2015 کال ټاکل زيادتره په هيواد کي دننه تبليغ دي. ډير زيادتره دننه په سياست اودټاکنو دناندرو لپاره داخبره کيږي . .

لمړۍ وزيره مرکل همدا دسه شنبي په ماښام دافغانستان له جمهورريیس حامد کرزي سره کتنه کوي اوله اداري فساد اورشوت سره دمبارزي اوبهتره حکومت چلولوپه هکله به ورسره وغږيږي .

پدي منځ کي دالمان دپوهي اوسياست دټولني کار پوهي سيتا ماس څرګنده کړيده چي افغانستان ته دنورو جګړه مارو عسکرو استول لازم نه ګڼي .ځکه چي امريکايان 2500عسکر دافغانستان شمال ته استوي او 5000 افغاني عسکر هم شمال ته استول کيږي .داخبره دي د« ميتل دويچه څايتونګ»دسه شنبي د ورځي ګڼي ته کړيده داورځپاڼه په هلي کي خپريږي .نو پدي ډول دجګړي لپاره په بسيا کونکي اندازه پوځ هلته شته دي .دي زياته کړيده چي په افغانستان کي بايده دي پوځي ګمارنه تر 2014کاله پوري پاي ته ورسوله شي.خو دپوليسو اوعسکرو ترمنځ دلارښونکو دروزلو په برخه کي بايد خپل مکلفيت ترسره کړو.

dpa/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل