1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوبو د الوتکو په واسطه د ترهگرو بریدونو پلان شڼد شو

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۲ تیر ۴, سه‌شنبه

دوو آلماني رسنیو ویلي دي چې د دغه هیواد پولیسو د لوبو د الوتکو په واسطه یو لړ ترهگر بریدونه شنډ کړي دي. ویل شوي دي چې په دې ترڅ کې د دغه هیواد په یو شمیر ایالتونو کې ځیني کورنه هم تلاشي شوي دي.

https://p.dw.com/p/18wIg
انځور: picture-alliance/chromorange

آلماني پولیسو د سه شنبې په ورځ سهار وختي د دغه هیواد په درو ایالتونو کې د پلان شویو ترهگرو بریدونو په اړه د شواهدو د موندلو په موخه تلاشۍ تر سره کړي دي. ویل کیږي چې احتمالي ترهگرو غوښتل چې په دغه هیواد کې د لوبو د الوتکو په کارولو سره ترهگر بریدونه ترسره کړي.

زیاته شوې ده چې دغو ترهگرو غوښتل چې په دغو الوتکو کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي او بیا هغه پر خپلو اهدافو باندي وغورځوي.

د دوو آلماني سیمه ییزو رسنیو په حواله د دغه هیواد پولیسو د بادین ورتیمبیرگ، بایرن او زاکسن، په ایالتونو کې څو کورونه تلاشي کړي دي. چارواکو دغه خبره منلې ده او ویلي یې دي چې دغه تلاشۍ د یو لړ پلان شویو ترهگرو بریدونو په تړاو د څیړنو په ترڅ کې ترسره شوې دي.

ویل کیږي چې پولیسو د آلمان په بایرن او زاکسن ایالتونو کې د دوو بریدونو په اړه چې پلان شوې وه له لیري لاري څخه د کنترولیدونکو التونکو په واسطه تر سره شي معلومات لرل. د لوبو دغه ډول الوتکي وړوکي خو ډیري چټکې دي. په همدې حال کې ویل شوي دي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال داسې مواد موندلي دي چې ویل کیږي، ترهگرو غوښتل د هغوی په کارولو سره دغه شان بریدونه ترسره کړي.

د بایرن په ایالت کې یوې رسنې د بریدونو دواړه پلانونه له یو بل سر تړلي بللي دي او ویلي یې دي چې احتمالي پلان کوونکي یې د تونس هیواد اوسيدونکي دي. د دغې رسنۍ په خبره تورنو کسانو د آلمان د شتوتگارد په پوهنتون کې د انجینري په برخه کې زده کړې کولې.

د دغو بریدونو پلان په داسې حال کې شنډیږي چې د آلمان استخباراتي ادارو ګواښ کړی دی چې اسلامي افراطي ډلو ښايي آلمان د خپلو بریدونو د یوه نوي هدف په توګه ټاکلی وي. د آلمان استخباراتي ادارو همداراز ګواښ کړی وو چې د دې په خاطر چې افراطي ډلې په غیر متمرکز ډول بریدونه پلانوي، نو د هغوی څارنه یو ستوزمن کار دی.