1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړنيو انسانانو د نوي جنسيت کشف

۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعه

نړيوالو څېړونکو په جنوبي افريقا کي د لومړيو انسانانو په سونو هډوکي کشف کړي دي چي تر اوسه نه ول پيژندل سوي. داسي احتمال دی چي دغو ظريفو موجوداتو دي د نننيو انسانانو په شان د مړو مراسم لرل.

https://p.dw.com/p/1GUuY
انځور: picture-alliance/ National Geographic/ Mark Thiessen

هغه هډوکي چي په جنوبي افريقا کي د نړيوالو څېړونکو له خوا کشف سوي دي د نژدې لسو لومړنيو انسانانو دي. تر اوسه لا د دغه نوع انسانانو قدامت روښانه نه دئ.

د نړيوالو څېړونو دوو ډلو د خپلي څېړني پايلي په علمي مجله «eLife» کي خپرې کړي دي. دوی د انسانانو دغه نوع «هومو نالدی» نومولی دئ.

ويل کيږي چي دغه نوم د هغي سيمي دئ چي دغه هډوکي پکښې کشف سوي دي. دغه سيمه په محلي ژبو کي «ستوری» بلل کيږي.

په دغه غار کي چي څېړني ترسره سوي دي، ۱۵۵۰ هډوکي موندل سوي دي او تر اوسه پوري روښانه نه ده چي هلته به نور څومره هډوکي وي.

ويل کيږي چي په دغو څېړنو کي د آلمان د ماکس پلانک «انسان پيژندلو» انستيتوت هم گډون درلود. څېړونکو ويلي دي چي دا تر اوسه پوري د انساني بقاياو سره پيوند فسيلونه دي چي په افريقا کي کشف سوي دي.

د دغو بقاياو د استخراج له پاره داسي کسانو ته اړتیا وه چي نري او ظريف اندامونه ولري. ځکه چي دغه فسيلونه په يوه ژور تنگ غار کي ول او ډېر نري او ظريف اندام لرونکو کسانو کولای سوای لاس رسی ورته لرلی وای.

د جنوبي افريقا پوهنتون د څېړونکي ډلي رئيس لي برگر، ويلي دي چي په دغو سمڅو کي د «هومو نالدي» د هډوکو ټول ډولونه موندل سوي دي. په دې دليل نو د «هومو نالدي» فسيلونه، سر له اوسه د څېړونکو له پاره تر نورو ټولو پيژندل سوو فسيلونو لومړيتوب لري.

تر ۱۵۰۰ ډېر هډوکي موندل سوي دي
انځور: picture-alliance/AP Photo/Robert Clark/National Geographic, Lee Berger/University of the Witwatersrand

انسان ته ورته صفتونه

د څېړونکو په خبره «هومو نالدي» يو نيم متر قد لاره او وزن ئې نژدې ۴۵ کيلوگرامو ته رسېد. دغو موجوداتو «ډېر ظريف» اندام لاره او مغز ئې د يوه نارنج په اندازه وو. غاښونه او د خاسره لگن ئې زړو انسانانو «هومو هابيليس» ته ورته دي خو اوږې ئې انسان ته ورته بيزوگانو ته پاتيږي.

خو د ماکس پلانک انستيتوت د فسيل پيژندونکو په خبره «هومو نالدي» د نننيو انسانانو په شان ځانگړتياو هم لرلې. د بېلگې په توگه د هغوی پښې د نننيو انسانانو په شان دي او لاسونه ئې هم داسي ول چي ابراز وکارولای سي. له بله اړخه د دوی د گوتي بندونه داسي ول چي کولای ئې سول ونو ته وخېژي.

څېړونکي وايي چي موندل سوي ځای ته په کتو سره داسي ښکاري چي هلته مړي ايښول سوي دي او داسي ښکاري چي دوی دي مړو ته ځانگړي مراسم لرل. د مړو ښخ ول مراسم يوازي مدرنو انسانانو «هومو ساپينس» ترسره کول.

په موندل سوو هډوکو کي د مړو خوړونکو (لاشخوران) هيڅ داسي نخښه نښانه موندل سوې نه ده، او د څېړونکو په خبره اوبو هم نسوای کولای چي مړي دي دغو غارونو ته ننباسي. ټوله موندني دا ښيي چي مړي هلته په خاصو مراسو سره ايښول سوي دي.

په دغو سمڅو کي د الوتونکو موږکانو هډونکي هم موندل سوي دي چي ناڅاپي به دغو غارونو ته ننوتي وي. د امريکا د ويسکانسين پوهنتون څېړونکی جان هاوکز، چي په دغو څېړونو کي برخه لري وايي: «دا لومړی وار دی چي د انسانانو د فسيل پيژندنو په راپور کي دغه شان وضعيت تشريح سوی.»