1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړنیو پایلو په اړه د مخکښو نوماندانو د ټیمونو غبرگون

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه مخکښو کانديدانو خپل غبرگون ښوولی. مخکښ نوماندان د ټاکنو کمیسیون په ناسمو پرېکړو تورنوي. په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاکنو بيا تر سره کیدو ته چمتووالی لري.

https://p.dw.com/p/1Bp4h
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ابتدايي رايو پر اساس یو نوماند هم ونه توانید چې لږ تر لږه پنځوس جمع یو رایې پوره کړي. تیره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وویل «داسې ښکارې چې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیږي». خو د ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټیم ویاند فاضل سنچارکي، بیا د ټاکنو دوهم پړاو ته تګ نه مني او وایي چې په لومړي پړاو کې تر برسۍ وروسته به دوی بریالي شي:

«اوس اړینه دا ده چې شکایتونو ته رسیدگي وشي، باطلې شوې او قرنطین شوې رایې باید بیا وڅیړل او وشمیرل شي. د تم شویو باطلو رایو سرنوشت باید معلوم شي او وروسته له هغې چې دا ټول مسایل وڅیړل شي بیا کیدلی شی د دوهم ځل ټاکنو په اړه خبرې وکړو. اوس موږ فکر کوو که شکایتونو ته رسیدگي وشي نو دوهم ځل ټاکنو ته اړتیا نشته.»

د سنچارکي په وینا تر دې مهاله د دوهم پړاو په اړه ځکه نور څه نه وايي چې ورستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

په ورته وخت کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند طاهر زهیر، وايي چې د ټاکنو خپلواک کمسیون خپله ټوله خپلواکي ونه شوه ساتلی او داسې رایې یې قرنطین کړې چې په هغې کې د خلکو حق تر پښو لاندې شوی دی: «زموږ تمه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه دا وه چې پاکې رایې یې شمیرلی وای او تقلبي رایو ته یې هیڅ ځای نه وی ورکړي، نو په هغه صورت کې به موږ تر اوسني ځای لوړ واقع شوي وای.»

که څه هم د دوهم ځل ټاکنو پر وړاندې ځینې اندیښنې موجودې دي خو افغان امنیتي ځواکونه بیا هم خپل بشپړ چمتوالی ښيي او وايي چې د تیر ځل په شان به دا ځل هم د ټاکنیز بهیر امنیت وساتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، وايي چې د ټاکنو د دوهم ځل تر سره کیدو له پاره هم بشپړ چمتوالی لري او پولیس به یې د هیواد په ګوټ ګوټ کې له دې پروسې څخه هم ساتنه وکړي.

صدیقي وايي چې د ټاکنیزو حوزو په اړه جزئیات ورکول له وخته وړاندې خبره ده خو زیاتوي چې د هغو ټولو سیمو امنیت به له پلان سره سم خوندې وساتي چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا ورته وسپارل شي.

خو غټه پوښتنه دا ده چې آیا رایې ورکوونکي به د ټاکنو د لومړي پړاو په څیر بیا هم له لیوالتیا سره د رایو د صندوقونو پر لور ولاړ شي او که نه.

یو شمیر کار پوهان وايي چې خلک د خپلې رایې پر اهمیت پوهه شوي دي او په هره بیه چې وي خپله رایه به کاروي.

د سیاسي چارو کارپوه میاګل وثیق، وايي چې په یو شمیر هغو سیمو کې به خلک په مات زړه رایه وکاروي چې په تیر ځل کې یې د سیمې رایې باطلې اعلان شوې او یا هم د څو کسانو د درغلیو له کبله پاکې رایې هم په ناپاکو کې شمیرل شوې دي.

د مدنې ټولنو فعالان اوس مهال د ټاکیزو شکایتونو له کمیسیون څخه غوښتنه کوي چې له بشپړې روڼتیا څخه کار واخلي تر څو د دوهم ځل ټاکنو له پاره هم خلک رایې ورکونې ته زړه ښه کړي.

مدني بنسټونه او ټولنې بیا هم د ټاکنو د بهیر د څارلو په برخه کې د خپلې پراخې ونډې اخستینې له پاره ټټر وهي او وايي چې د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو له پاره هر ډول ستړیاوو ته چمتو دي.

د ټاکنو د خپلواک کمسیون له لورې د شنبې په ماښام د رایو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې ډاکټر عبدالله عبدالله پکښې د ۴۴،۹ سلنه رایو په خپلولو سره لومړی او ډاکتراشرف غني احمدزی د ۳۱،۵ سلنه رایو په خپلولو سره دوهم ځای خپل کړ.

د ولسمشرۍ دغه ټاکنې به دوهم پړاو ته د تلو په صورت کې د جوزا د میاشتې په ۷ نیټه د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ تر سره شي.