1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويديځ برلين د ښار محاصره او د برلين هوايي پل

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د 1948 ميلادی کال د جون میاشت وه چی د لويدیځ او ختيځ تر منځ دلانجو د زياتيدلو به بهير کی دلويديځ برلين په لورټولۍ ځمکني او سمندري لاري دشوروي اتحاد له خوا بندي شوي وي.

https://p.dw.com/p/Hp0R
انځور: AP

خو امریکایانو او برطانویانودلویدیځ برلين دمحاصره شوی ښار په لور دیوه هوايی پله په غزولو سره دغه ښار ته د 270000 هواي الوتنو په واسطه د دو مليونو تو نو په اندازه خوراکی مواد ، دډبرو سکاره او ساختمانی مواد را وليږدول او په دی کار سره ددي مخه نیول شوی ،چي دلويدیځ برلين اوسیدونکی دقحطی او کمبودیو سره مخامخ شي.

د لويديځ برلين د ښار محاصره د 1949 میلادی کال د مي په 12 نيټه پاي ته ورسيده او دپاي ته رسيدلو اساسي علت يی همدا و چی شورویان په دی پوه شول چي ددوي محاصره هسی چي دوی فکر کاو ، اغيزمن نه و، برعکس دروسانو دمحاصري په مقابل کی دیوه هوايی پله په جوړولو سره دامریکایانو او برطانویانو دغبرګون ښودل ددي سبب شو چی دلويدیځ برلين ښار دآزادی دیوه سمبول بڼه غوره کړی .

د 1949 ميلادی کال دجون په میاشت کی دالوتکي دغه غږ دبرلين دڅه نه څه دو ملیونو اوسیدونکو دپاره دهيلۍ او اميدينو غږ و . دشوريانو له خوا دلويديځ برلين دښار دمحاصری علت داو چی دلويديځ برلين په ښار کی لويدیځو متفقینو دلويديځ آلمان دپیسو چلول رواج کړي و . شوريانو دبرلين په لور دځمکنۍ اوسمندري لارو په بندولو سره ، غوښتل چي دبرلين اوسيدونکې دلوږي ، تندې او سړو سره مخامخ کړی تر څو پًه دی کار سره لويديځ متفقين دي ته اړکړاي شی چی په لويديځ برلين کی دلويديځ آلمان دپيسو دچلولو پریکړه بيرته واخلی.

دلويدیځ برلين دهغه زماني يو اوسیدونکی چی اولريښ کيرش باوم نوميږی ، واي چی دی په هغه وخت کی يو ماشوم و. نوموړی دژوند ډیری تودي سړي ليدلي دي مور يي هغه وخت چی دوي لويدیځ برلين ته رالیږدو ل کيده مړه شوي . دي دخپل ورور ، پلار او ميرۍ سره دلويديځ برلين د تيمپل هوف هوايي دګر ته نژدي ژوند کاو. دي وايی چی

زه پنځه کلن ماشوم وم. ز ځما پام زیاتره لوبو ته واو نور نه پوهيدلم چی څه خبره ده .خو همدومره پوهيدلم چی زمونږ دخوراکي موادو په جيره بندی کي نور هم کموالی راغلي دی. دغه 66 کلن اولريښ کيرش باوم وايی چی به هغه وخت کی قحطي وه او ټولو ته په کافی اندازه خوراکی مواد نرسيده. خو متفقينو به مونږ ته وچي میوې ، کچالو او وچ سابه دالوتکو په واسطه انتقالول.

وچ سابه او او نور شیا چی به برلين تر دهوا له لاري رالیږدول کیدل داسی مواد و چی بايد ژر خوسا او خرابه نشي.

کله چي ژمی راغی نو وضع لاپسي خرابه شوه. او په دغه وخت کي په برلين کی بیا دمړينې کچه زیاته شوي وه. په لويديځ برلين کي نه خلکو په کافي اندازه بريښنا درلوده او نه دډبرو سکاره.

چيرته چی مونږ ژوند کاو ، هره ورځ به مو دلوتکو غورهاری اوريده خو دغه غورهاری په مونږ شه لږیده.

نن و روځ اولريښ کیرش باوم يو متقاعد دي .خو لا تراوسه هم د تمپل هوف دهواي ډګر دالوتکو دغورهارو خاطري يي ندي هيرکړي.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيی وردک