1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويي جرگې د رابللو پر سر حکومت او پارلمان همږي نه دي

۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبه

ټاکل سوې چي د راتلونکي چهارشنبې په ورځ په افغانستان کي د سلګونو تنو قومي او مذهبي مشرانو، حکومتي چارواکو، مخورو او د ولسواليو د استازو په ګډون په کابل کي دوديزه جرګه جوړه سي.

https://p.dw.com/p/139ph
انځور: DW

خو د دغي جرګي په اړه لانجي هم رواني دي. له قانون څخه د ملاتړ پارلماني ډلګۍ وايي چي دوی به په لويه جرګه کي ګډون و نه کړي، ځکه دا جرګه قانونيت نه لري.

که له يوې خوا جرګې ته درې ورځي پاتي دي له بلي خوا، داسي ګنګوسي هم دي، چي گويا د تخنيکي ستونزو له کبله به جرگه و ځنډيږي.

د جرګې د دارالانشاه د غړو له خولې ويل سوي ول، چي ګواکي د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتيژيک تړون پرځينو برخو د نظر يو والی نه دی رامنځ ته سوی.

خو اوس د دوديزي جرګې د سمبالونکو په وينا، چي هر څه به د مهال ويش له مخي پر خپل وخت تر سره کيږي.

د دوديزي جرګې نطاقي صفيې صديقي په خبره، جرګې ته ترتيبات د بشپړيدو پړاو تيروي او د ځنډ خبره نسته، ځکه د ولسمشر، قومي مشرانو، سياست والو او ملي څېرو ترمنځ خبري وروستي پړاو ته رسيدلي دي.

ځيني افغان سياست وال په دې اند دي، چي د نړۍ له مقتدرو هيوادونو سره به د افغانستان ستراتيژيکي همکارۍ د کابل په چارو کي د ګاونډيانو لاس وهنه کمه کړي.

اوس جرګې ته د خبريالانو، قومي مشرانو او پخوانيو جهادي قوماندانو تر څنګ د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم وربلل شوي دي.

د جرګې د تابيا نيوني کمېسيون په وينا د سنا مجلس ټولو غړو او د ولسي جرګې شاوخوا ۱۷۰تنو استازو په جرګه کي د ګډون له پاره خپل نومونه ليکلي ليکن د جرګې ځيني غړي بيا هم د نه ګډون ږغ پورته کوي.

په ولسي جرګه کي د قانون څخه د پلوۍ ټلواله چي د حکومت د سياسي دريځ نيوکه کوونکي بلل کيږي وايي، په جرګه کي به د وکيلانو ګډون د ملي خيانت پرته د بل څه مانا و نه لري.

دغه راز د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په کابل کي دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته په ليږل سوې وينا پاڼه کي، نن ويول سوي چي پرون د ولسمشر کرزي، جهادي مشرانو او سياست والو تر منځ خبري سوي دي.

په وينا پاڼه کي راغلي چي جرګه به نه ځنډيږي او هر څه به پر خپل وخت تر سره کيږي.

د دوديزي جرګې د غړو د خوندي توب له پاره له دوو اونيو راهيسي په پلازمېنه کي پراخ امنيتي تدابير نيول سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل