1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويي جرگې په رابللو کي د بيړي څخه کار اخستل کيږي

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چي د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د لويي جرگې په رابللو او ژر پريکړه کولو کي باید بېړه ونه سي. دداسي مهمي مسلې پر سر ژر فيصله کول تاوانونه هم له ځان سره لري.

https://p.dw.com/p/12vfV
«جرگې هر وخت د هماغه رژيم نظر تائيد کړي وي.»
«جرگې هر وخت د هماغه رژيم نظر تائيد کړي وي.»انځور: AP

د افغانستان د سياسي چارو د کارپوه عبدالباري عارض د دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په يوې ځانگړي مرکه کي وويل، چي په اند که امريکا غواړي له افغانستان سره اوږدې او پياوړي ستراتيژيکي اړيکي ولري، نو بايد داسي يوه لويه جرگه را وبلل سي، چي د ټولو افغانانو نظرونه پکښي شامل وي.

د نوموړي په اند جرگه بايد د بن تر نړيوالي غونډي وروسته جوړه سوې وايي، چي هغو پريکړو ته يې عملي بڼه ورکړې وای.

ټاکل سوې چي د افغانستان له پاره د بن دوهم نړيوال کنفرانس به د روان کال د ډمسبر د مياشتي په لومړيو کي په جرمني کي جوړسي.

ښاغلی عارض زياتوي، چي افغانستان او امريکا د ستراتيژيک سند د لاسليکولو په موخه د لويي جرګي په جوړولو کي له بيړي څخه کار اخلي:

« زما په اند امريکا د ستراتيژيک سند د لاسليکولو له پاره ددغي لويي جرګې په جوړولو کي ډيره بېړه کوي. زه فکر کوم، چي په اوبو کي لوټه ايښودل او پر هغې تيريدل د ځان غولول دي. که امريکا غواړي چي دايمي او دوامداره دوستي او تړونونه له افغانستان سره ولري، نو ښه به دا وي، چي د افغانستان له ټولو سيمو څخه د خلکو نظريات راټول کړي.»

د هغه په خبره، که امريکا له افغانستان سره د ټولو خلکو د غوښتونو په پام کي نيولو سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي نو د دغي پريکړي پوخوالي او دوام ډيردی او د دواړو هيوادونو په ګټه به وي.

دا چي لويه جرگه به د افغان حکومت او امريکا غوښتنو ته مثبت جواب وايي که منفي، افغان کارپوه عبدالباري عارض وايي، چي جرگې هر وخت داسي وي چي د هغه رژيم نظر تائيد وي.

« داسي تصور نه سي کيدای. موږ او تاسي ته له ډير پخوا څخه معلومه ده، چي هر رژيم چي يوه لويه جرګه راغوښتې د هماغه رژيم نظريې تائيد کړی دی. د داسي لويي جرګې جوړيدل چي پکښي د افغانانو ټول نظرونه څه موافق څه مخالف شامل وي له تصور څخه ليري خبره ده.»

دغه افغان کارپوه په دې آند دی، چي اوس مهال په افغانستان کي د داسي يوې جرګي جوړول، چي وسي کولای د افغانستان د ټولو خلکو نظريات وړاندي کړي ممکن نه دی.

مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل