1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوګر لرغونو آثارو ته موزيم جوړيږي

۱۳۸۹ مهر ۵, دوشنبه

د افغانستان د موزیمونو مشرعمراخان مسعودي وايي چي د دغه موزیم د جوړولو موخه د هغو لرغونو آثارو خوندي کول دي چي د لوګر د عینکو د مسو کان ته نږدې موندل سوي دي.

https://p.dw.com/p/PNRQ
د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دغه اقدام ستاینه کوي خو د عینکو کان د استخراج په هکله د چینایانو لخوا اندیښنې لري.
د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دغه اقدام ستاینه کوي خو د عینکو کان د استخراج په هکله د چینایانو لخوا اندیښنې لري.انځور: Thierry Ollivier/Musée Guimet

مسعودي ويلي دي ځکه په لوګرولایت کې موزیم جوړیږي، چي دوی غواړي د لوګرولایت شتمني هملته خوندي وساتل سي، او د بلي خوا دوی په ملي موزیم کي د دغو آثارو چي ډیری یې د ډيرحجم لروونکي او غټ دي ځای نه لري.

«خصوصاً داسي مجسمې چي اوږدوالی یې څو مترو ته رسیږي، ملي موزیم د دې ګنجایش نه لري، موږ په هڅه کي یو چي هلته یو محلي موزیم جوړسي او ضرور نده چي د ټول ولایات آثار مرکز ته رانقل سي، باید لږ تر لږه په ۱۲ ولایتونو کي محلي موزیمونو جوړسي»

د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دغه اقدام ستاینه کوي خو د عینکو کان د استخراج په هکله د چینایانو لخوا اندیښنې لري. دوی وايي دولت باید پرچینایانو ښه څارنه ولري او دوی ته اجازه ورنه کړي چې لرغونو آثارو ته لاس وروړي.

د موزیمونو مشر مسعودي وايي چې د دوی یوه ډله، څلرویشت ساعته د عینکو په کان کي د چینایانو د کار څخه نظارت کوي او ددې شونتيا ډیره کمه ده چي دغه لرغوني آثار د دوی لخوا پټ او وليږدول سي.

مسعودي زیاتوي دوی په دې هڅه کي دي چي د مسو د کان د کار د پیل څخه تر مخه لروغوني آثار خوندي کړي. که چیري داسي ونه سي چینایان به د کان کیندني او چاودني پرمهال ګڼ شمېرتاریخي اثار مات کړي.

په دې وروستیو کي د لوګر د عینکو د مسو کان ته نږدې چي د کابل په کابو۶۰ کیلومتری کي پروت دی، هلته د بودايانو د وخت ډير لرغوني آثار پيدا سوي دي چې د کارپوهانو په آند میلونونه ډالره ارزښت لري.

احمد فرهاد/ لوګر

کتونکی: نجيب الله زيارمل