1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوگر والي څرنگه ووژل شو؟

حسین سیرت۱۳۹۲ مهر ۳۰, سه‌شنبه

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د لوگر د والي د ترور اصلي لامل د دندې پر مهال د یو شمیر کسانو غفلت وو. د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پېښې پر مهال د لوگر د امنیې قوماندان د حج د مراسمو له پاره سعودي عربستان ته تللی وو.

https://p.dw.com/p/1A41t
د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیلانځور: picture-alliance/dpa

د لوگر والي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په یوه برید کې ووژل شو. دغه برید په یوه جومات کې ترسره شو چې چاودیدونکي مواد د قران کریم په نسخو کې ځای پر ځای شوي ول.
د دې برید په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل، او د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي د سه شنبې په ورځ د مشرانو جرگې عمومي غونډې ته ورغوښتل شوي ول.

نبیل د برید په اړه وویل: «چاودیدونکي توکي په قران شریف کې ځای پر ځای شوي ول. دا خبره په بشپړه توگه ثبت شوې ده. هغه قران شریف چې چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي ول کیڼ اړخ ته [د خطابیې میز] ایښودل شوی وو.»

د ملي امنیت د رئیس د څرگندونو له مخې دغه قران شریف د دې ادارې د تلاشۍ وروسته مسجد ته وړل شوی دی او د خطابیه میز تر څنگ ایښودل شوی دی.

نبیل روښانه کړه چې قران شریف ته د درناوي له مخې د ملي امنیت کوم کارکوونکي جومات کې د هغه د ایښودو مخه نه ده نیولې. د افغانستان د ملي امنیت مشر وویل چې تر برید دوه ورځې مخکې په لوگر ولایت کې د هاوان دوه مرمې چې د چاودنې په موخه له تلیفون سره هم نښلول شوې وې، د دغې ادارې د کارکوونکو له خوا کشف شوې وې.

د نبیل په خبره تر پېښې وروسته اوس په لوگر ولایت کې د ملي امنیت د درو تنو چارواکو او اتو تنو نورو کارکوونکو دندې تعلیق شوې دي او له هغوی څخه څیړنې روانې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، هم وویل چې په امنیتي ادارو کې ډیرې ستونزې موجودې دي چې له کبله یې د لوگر پېښه رامنځ ته شوه ده. هغه زیاته کړه: «ډیر موارد ستونزې او وظیفیوي ضعفونه ښيي. د لوگر پېښه زموږ له پاره یو ډیر ښه درس وو چې پوه شو زموږ ستونزې او نواقص په کومو برخو کې دي.»

د قران شریف په نسخه کې د چاودیدونکو موادو د ایښودو له کبله د افغانستان په رسنیو کې هم ډیر بحثونه رامنځ ته شوې دي چې په ترڅ کې یې پر طالبانو باندې د دغه شان یوه عمل د ترسره کولو له کبله سختې نیوکې هم شوې دي.

د برید کولو نوې شیوې

د افغانستان د ملي امنیت مشر وویل چې طالبان غواړي د نویو شیوو په کارولو سره بریدونه ترسره کړي ترڅو په افغانستان کې د راروانو ټاکنو پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي.
نبیل وويل چې «د افغانستان دښمنان» په روان کال کې شپږ هدفونه تعقیبوي چې په هغوی کې د ټاکنو پر وړاندې د ستونزو رامنځ ته کول هم شامل دي. هغه روښانه کړه: «د هغوی [طالبانو] دې وروستي هدفونو د ټاکنو پر وړاندې د ستونزو رامنځ ته کول دي. هغوی په دې برخه کې ډیرې هڅې کوي. موږ پرون هم له عامو افغانانو سره په دې اړه معلومات شریک کړل.»

د ملي امنیت رئیس وویل چې طالبان غواړي اوس ډیر له چسپیدونکو ماینونو څخه کار واخلي ځکه د هغه په خبره په موټرو کې د دغو ماینونو ځای پر ځای کول اسانه کار دی.
نبیل همداراز وویل چې طالبان غواړي د ولسمشرۍ نوماندانو ته کمپیوترونه او گرځنده تلیفونونه ډالۍ کړي چې په کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب