1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین په افغانستان کې خپل نقش زیاتوي

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د شانګهاې تړون سرمشریزه په چین کې پیلیدونکې ده. دغې غونډې ته ولسمشر کرزي، هم تللی دئ. تمه کیږي چې کرزی به په دې سفر کې د افغانستان او چین تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/158cN
انځور: dapd

یاده اعلامیه به کابل او بیجینګ د ستراتیژیک سند لاسلیکولو ته یو بل ګام هم ور وړاندې کړي. د سیاسي چارو مبصرین وایي له دې سره به د دواړو هيوادونو اړيكې نورې هم پياوړې او ژورې شي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ناټو ځواكونه د وتلو له پاره چمتو كيږي، چين غواړي چې له افغانستان سره د ستراتيژيك تړون په لاسليكولو له ۲۰۱۴ كال وروسته له كابل سره پياوړې اقتصادي ملګرتيا ولري.

له هغه وخت راهیسې چې غربي هیوادونه په افغانستان کې پیاوړی حضور لري، چين د افغانستان په چارو کې لږ سياسي رول لرلی دﺉ. دا په داسې حال کې ده چې چین له افغانستان سره پر خپلو گډو اقتصادي پلانونو كار كاوه او هغه هم د دې له پاره چې په راتلونكې كې د افغانستان د طبیعي زیرمو له سپړلو څخه اقتصادي گټه واخلي.

خو اوس چې نړیواله ټولنه په افغانستان امنیتي مسئولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپاري، چین او د سیمي یو شمیر نور هیوادونه لکه روسیه د دې په اړه اندیښنه لري چې کیدای شي له افغانستان څخه د غربیانو تر وتلو وروسته، په دې هیواد کې زورزیاتي یو ځل بیا زور واخلي او د هغوی امنیت ته ستونزې رامنځ ته کړي.

افغان ولسمشر حامدر كرزى به له خپل چيني سيال هوجينتاو سره د شانګهاى د سرمشریزې په ترڅ کې وویني. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، وایي چې حامد کرزی به له خپل چیني سیال سره په فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم یو لړ توافق نامې لاسلیک کړي:

«چین له افغانستان سره په مختلفو ساحو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. په سیايي برخه کي، په امنیتي برخه کې په اقتصادي برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.»

شنونكي د افغانستان او چين د ستراتيژيك تړون لاسليكېدل د افغانستان له پاره په دې مهم بولي چې د دواړو هيوادونو د اړيكو په نزدې كیدلو سره به پاكستان هم د چين له امله په افغانستان كې همكارۍ ته اړ شي او همدارنګه به د سيمې د هيوادونو دا انديښنه هم له منځه ولاړه شي چې يوازې د ناټو غړي هیوادونه له افغان لوري سره ستراتيژيك تړونونه لاسليكوي.
د سیاسي چارو شنونکی ګل پاچا مجیدي وایي: «له چین سره د دغه تړون لاسلیکول به هم په سیاسي او هم په اقتصادي برخو کې د افغانستان په ګټه وي او دا تړون باید ژر تر ژره او لا وختي لاسلیک شوی وای.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی هدایت الله رهايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل او چین تر منځ د همکاریو پراخیدل ډیر اړین بولي. هغه وایي چې چین له افغانستان سره پراخ اقتصادي اړیکې لري او دواړه ملکونه یو د بل له سیاسي اغیزو څخه هم لیري نه شي پاتې کیدای:

«په راتلونکې کې، کله چې دلته بهرني ځواکونه شتون و نه لري او له دغه هیواد څخه ووځي، له چین سره به نزدې همکاري د افغانستان حکومت او خلکو ته قوت ورکړي چې خپلې چارې به په ښه توګه پر مخ بوځي او د چین له اقتصادي فرصتونو څخه به ګټه واخلي.

افغانستان له دې مخكې له امريكا، بريتانيا، ايتاليا، استراليا، فرانسې، تركيې او هند سره ستراتيژيك تړونونه لاسليك كړي دي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش