1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لویو لارو بندول او د مسافرینو تښتول د طالبانو نوې ستراتيژي

فرید الله ظاهر، آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

د افغانستان ولایتي چارواکو وویل چې زور پالونکو طالبانو په پکتیا کې له څو موټرو څخه مسافرین د ټوپک په زور کښته کړي، یو شمیر يي «تښتولي» او یو شمیرنور «بیرته خوشي» شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FQhq
انځور: DW

د پکتیا د پولیسو قومندان جنرال زلمي اوریا خیل نن ( شنبه د ۲۰۱۵ مې د میاشتې ۱۶ مه) وویل چې یو گڼ شمیر ملکي مسافر وړنکي موټر د نوموړي ولایت د سید کرم په ولسوالۍ کې د «ټوپک په زور» نن سهار وختي د طالبانو له خوا درول شوي او مسافرین یې تښتول شوي دي.

اوریا خیل د اسوشتید پرس خبری آژانس ته وویل چې په لومړي سر کې د ۲۲ تښتول شوو کسانو څخه شپږ تنه لا تراوسه ساتل شوي پاتي دي. د هغوی برخه لیک نا معلوم دی. هغه وویل چې د پولیسو قوتونه په سیمه کې ځای پر ځاي شوی دي ترڅو پاتې کسان آزاد کړي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په سیمه کې د دویچه ویله خبریال، فرید الله ظاهر ته وویل چې دا پېښه د سيدکرم ولسوالۍ د ( بډم کندې) په سيمه کې رامنځته شوې ده هغه وویل چې وسله والو له لسو تر پنځلسو د سپرلي واړه موټر له ځانه سره بيولي دي. سهی یادونه وکړه چې د تښتول شوو مسافرینو د شمیر په هکله معلومات مختلف دي. هغه وویل د یوه رپوټ له مخې« ۳۳ او د بل رپوټ له مخې ۴۵ کسان» تښتول شوي ول :«چنيز عملیات شروع شوي او روان دي. د ټولو تښتول شوو کسانو څخه اکثریت بیرته خوشی شوي دي خو ویل کیږي چې دوي اته کسان ځان سره ساتل دي. متباقي دوي ټول خلاص دي.»

طالبانو د تویتر په یوه اړیکه کې چې له نوموړې ډلې سره پر تړاو شهرت لري، ادعا کړې ده چې دغه برید د هغوی له خوا تر سره شوی دی.

د پکتيا د ولايتي شورا يو غړي محمد الرحمن قادري زمونږ خبریال ته ویلی دي چې« وسله والو د سپر لۍ دیرش موټر ګرځولي دی. دغو موترو د پکتیا له مرکز گردیز څخه څه ناڅه ۵۰ مسافرین لیږدول.» قادري وویل چې په تښتول شويو کسانو کې د پکتيا د پوهنتون محصلين هم شامل دي.

د افغانستان ختیځ او جنوب ختیځ ولایتونو کې د یاغاینو ډلې فعالې دی او وخت په وخت پر دولتی او غیر دولتی اهدافو او تأسیساتو حملې کوی.

طالب یاغیانو د اپریل په میاشت کې خپل کلني پسرلي عملیات پیل کړې دی. په لویو لارو کې د موټردرول او د مسافرینو تښتول د هغوی د عملیاتو یوه نوې ستراتیژی ده.

د فبروري په میاشت کې په غزني ولایت کې ۳۱ تنه هغه مسافرین وتښوتل شول چې د افغانستان د هزاره قوم پورې تړاو لري . د هغوی له جملې خخه تیره اونې یواځي ۱۹ تنه خوشی شوي دي. خو طالبانو د دغو مسافرینو د تیښتې مسوولیت تر اوسه پورې په غاړه نه دی اخیستی.