1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوی ايتلاف لومړۍ سل ورځي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه

په آلمان کې د لوی ایتلاف له رامنځ ته کیدو سل ورځي تیریږي. د میرکل CDU/ CSU گوندونه له سوسیال دیموکراتانو سره په پارلمان کې قوي اکثریت لري. د حکومت اپوزیسیون بیا په پارلمان کې قوي موقف نه لري.

https://p.dw.com/p/1BW2o
انځور: imago

د گرځنده تلیفونونو یو شرکت خپلو پیریدونکو ته داسې یو پیغام استوي، «هر څه چې تاسې وغواړي، تاسو یې ترلاسه کولای شئ». دغه شعار په آلمان کې د میرکل د CDU/CSU او سوسیال دیموکرات SPD گوند تر منځ د لوی ایتلاف په برخه کې داسې ویل کیدای شي: «چې سړی یې وغواړي، هغه ترلاسه کوي». له سړي څخه دلته مطلب هغه رای ورکوونکي دي چې د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر میاشت کې یې د آلمان په ټاکنو کې دغو دوو گوندونو ته رایې ورکړي دي چې په نتيجه کې یې په آلمان کې لوی ایتلاف رامنځ ته شو.

د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې له هرو درو آلمانیانو څخه دوو تنو یې یا د میرکل CDU/CSU گوندونو او یا هم سوسیال دیموکرات SPD گوند ته رایې ورکړې. دغو گوندونو بیا وروسته په خپل منځ کې د حکومت جوړولو پر سر ایتلاف وکړ او په دې ترتیب سره په آلمان کې لوی ایتلافي حکومت رامنح ته شو.

د لوی ایتلاف تر رامنځ ته کیدو مخکې ایتلاف جوړونکو گوندونو اوږدې خبري وکړې. دغو گوندونو د ایتلاف په جوړولو کې ځند د دې خبري په کولو چې «احتیاط تر بېړه کولو ښه دی»، توجیه کړ.

دا چې ولي میرکل او سوسیال دیموکراتانو د ایتلاف په رامنځ ته کولو کې له ډیر احتیاط څخه کار واخیست یو لوی لامل یې دا وو چې تر دې مخکې د میرکل CDU/CSU او لیبرالانو تر منځ د ایتلاف پر مهال ډیر وخت د حکومت والي په برخه کې ستونزې رامنځ ته کیدې. میرکل غوښتل چې په دې خبره ځان ډاډه کړي چې په دریمه دوره کې یې دغه شان جنجالونه رامنځ ته نشي او د حکومت دریمه دوره یې له شخړو پاکه وي. د لوی ایتلاف په لومړيو سلو ورځو کې دغه هدف تر یوه حده پورې تر لاسه شوی دی.

سوسیال دیموکراتان د میرکل دوهم انتخاب وو

د میرکل په نوي حکومت کې لومړی جنجال هغه وخت رامنځ ته شو چې د سوسیال دیموکراتانو یو پارلماني غړي د ماشومانو د بربنډو انځورونو په رانيولو تورن شو. د همدې جنجالونو له کبله د آلمان د کورنیو چارو پخوانی وزیر چې د میرکل په نوې کابینه کې د زراعت نوی وزیر هانس پیتر فریدریش، له خپلې دندې استعفا وکړه. په دې ترتیب سره لوی ایتلاف د یوه جنجال تاوان ورکړ.

د ايتلاف جوړولو پر سر د خبرو پرمهال د گوندونو مشران
د ايتلاف جوړولو پر سر د خبرو پرمهال د گوندونو مشرانانځور: picture-alliance/dpa

د لوی ایتلاف تر منځ د اعتماد په اړه کوم شک نه شته. ځکه دغه ایتلاف تر ډیرو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شو. دواړو گوندونو آن د کمپاینونو پر مهال پر دې باندي خبري کولې چي که ایتلاف رامنځ ته کیږي نو کوم شرايط باید ولري. خو دا خبره روښانه ده چې که لیبرالانو پارلمان ته لار موندلې وای، نو میرکل به بیا هم له هغوی سره ایتلاف کړی وای. دغه موضوع ځکه رامنځ ته نه شوه، چې لیبرالانو پارلمان ته د تلو په موخه حد اعقل پنځه سلنه رایې تر لاسه نه کړې.

له همدې کبله سوسیال دیموکراتان د میرکل له پاره تر لیبرالانو وروسته دوهم انتخاب وو. دغه موضوع د محافظه کارانو هم نه خوښيږي. دا ځکه چې که څه سوسیال دیموکراتان په پارلمان کې ۲۵ سلنه رایې لري، د هغوی له خوا وړاندي شوي موضوعگانې چې پکښې د حد اعقل مزد تعینول او ځینې نوري موضوعگانې شاملې دي، په بحثونو کې ډیري تودې دي.

اوس چې د میرکل د نوي حکومت درې میاشتي تیرې شوې دي، میرکل ښايي له دې کبله خواشیني وي چې ولې د زرغونو او هغې د گوند تر منځ ایتلاف رامنځ ته نه شو. زرغون گوند تر پارلمان دباندي داسې ښکاري لکه په حکومت کې چې ونډه ولري. دغه موضوع د کریمیا او د حد اعقل مزد په اړه د دغه گوند د دریځ په برخه کې هم صدق کوي.

په دې ترتیب سره نو کله چې زرغون، CDU / CSU او سوسیال دیموکراتان د یوې موضوع په اړه مشترک دریځ ولري، د اپوزیسیون له پاره دا موضوع ډیره ستونزمنه وي چې خپل غږ له یوه قوي موقف څخه پورته کړي. دا ځکه چې ټول ټال اپوزیسیون چې پکښې کیڼ اړخي او زرغون گوند شامل دي په پارلمان کې ۱۷ سنله رایې گټلي دي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زرغون گوند د سوسیال دیموکراتانو او میرکل د محافظه کارانو تر منځ یو دریځ لري، خو کیڼ اړخي بیا له دې دریځ څخه ډیر لیري دي.

د لوی ایتلاف پر وړاندي د مخالفت نه شتون

په داسې یوه وضعیت کې حکومت کولای شي چې په بریاليتوب سره خپلي چاري پر مخ یوسي. په دې ترتیب سره تر هغه وخته پوري چې آلمان د ټولنیز اقتصاد له لحاظه په یوه ښه موقعیت کې وي، لوی ایتلاف د اندیښنې له پاره څه نه لري. په وروستیو تر سره شویو سروې گانو کي هم دغه خبره روښانه شوې ده چې د لوی ایتلاف پر وړاندې منفي نظرونه شتون نه لري.

خو له دی سره ستر ایتلاف نه شي کولای چې خپلې چاري په بشپړه توگه رضایت بښوونکي وگڼي او باید يې هم ونه گڼي. د اپوزیسیون په شمول ټول لوبغاړي د خپلو چارو د دوامدار بدلون په هکله پوهیږي. د آلمان د سیاسي کلتور له پاره به دا یو ستر ناورین وي چې داسي وانگیرل شي چې «ستر ایتلاف» پر هیواد باندي د نباتاتو د یوې ناروغی په شان خپور شوی دی. او هغه هم سل ورځې چې له حکومت څخه تیریږي.