1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د لوی څارنوالی پر موټر ځانمرگی بريد

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي په کابل کي د لويي څارنوالی د کارکوونکو پر موټر ځانمرگی بريد سوی دئ. پېښنه نن سهار رامنځ ته سوې ده. ويل کيږي چي په چاودنه کي يو تن وژل سوی او ۱۳ کسان ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FJX9
انځور د بلي پيښي دی
انځور: Getty Images/AFP/Shah Marai

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ سهار په کابل کي د لوی څارنوالۍ پر ميني بوس موټر باندي ځانمرگی بريد سوی دئ.

صديقي ويلي دي چي په دې پېښه کي يو کس وژل سوی دئ او ۱۳ کسان نور ټپيان سوي دي. پېښه د کابل په شپږمه ناحيه کي رامنځ ته سوې ده.

د کابل د يوه روغتون مشر سيد کبير ويلي دي چي دوی ته ئې لس کسان ټپيان ور وړي دي چي پنځه تنې پکښې ښځي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په پيښه کي ټپيان سوي کسان ټول ملکيان دي.

د دغه بريد پړه وسله والو طالبانو په يوه لنډ خبر کي چي په سیمه کي ئې رسنيو ته لېږلی دئ، پر غاړه اخيستې ده. دوی ويلي دي چي د لوی څارنوالی نزدې ۴۰ کسانو ته ئې مرگ ژوبله اړولې ده.

دا د طالبانو د پسرلنيو عملياتو له پيل راهيسي چي د اپريل مياشتي پر ۲۴ نېټه پيل سوي دي، په کابل کي لومړی بريد دئ چي تر سره کيږي.

تر دې دمخه وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کي لومړی په بدخشان او وروسته په کندز کي پر افغان امنيتي ځواکونو باندي يرغلونه پيل کړي ول.