1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا د راتلونکي جوړښت پرسرخبري وشوي

۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعه

په ترکيه کي د لبيا د کړکيچ په هکله د «تماس نړيوالي ډلي» خپل غونډه دايره کړه. هغي ډلي د قذافي رژيم غير قاقوني وګاڼه او د ليبيا د ياغيانو انتقالي شورا يي د ليبيا د قانوني حکومت د اداري په توګه په رسميت وپيژندله

https://p.dw.com/p/11wB5
په استانبول کی د ليبیا د تماس د ډلی د غوندی یوه برخواله هیلری کلینتن وه
په استانبول کی د ليبیا د تماس د ډلی د غوندی یوه برخواله هیلری کلینتن وهانځور: dapd

د ترکيې په ليدنه کتنه کښي د نورو تر څنګ د ناټو د هيوادو، اروپايي ټولني او ډيرو عربي دولتو استازو برخه درلوده . د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د يوه وياند په حواله په دغه ليدنه کتنه کي د نړي د يو زيات شمير هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون وکړ، لکه د اسټرليا ، بحرين ، کاناډا ، فرانسې ، ايټاليا ، هالينډ ، پولينډ ، عربي متحده اماراتو او امريکا متحده ايالات.

په نوموړي غوڼدي کي د لبيا د کړکيچ لپاره په يوه ګډه پلان باندي موافقه وشوه: « قدافي بايد له قدرت څخه لاس واخلي او د ملګرو ملتو تر څارني لاندي دي اوربند وشي.»

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينتن هم د استانبول په دغه کنفرانس کي ګډون درلود او اعلان يي وکړ چي د هغي هيواد هم د ياغيانو شورا د ليبيا د خلکو د قانوني استازي په توګه په رسميت پيژني.

په غونډه کي برخه والو موافقه وکړه چي د لبيا د ولس يوه ملي جرګه دي دايره شي چي په هغي کي قبايلي مشران او د قذافي تر کنترول لاندي پلازميني ترابلس اوسيدونکو استازي دي ګډون ولري. له هغي وروسته دي د ليبيا نوي اساسي قانون مسوده شي او د هغه سره سم دي آزادي پارلماني ټاکني وشي تر څو په ليبيا کي د ديموکراسي لپاره لاره اواره کړي.

د استانبول په دغه کنفرانس مي د آلمان له خوا د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزارت معينه، ايميلي هابر استازيتوب کاوه، ځکه د بهرنيو چارو وزيرګيدو ويستروېله په اوس وخت کي د جنوبي امريکا په سفر بوخت دي.

د ليبيا د تماس د ډلي استازو په استانبول کي د خپلي ليدني کتني پر مهال پر درو مهمو موضوعګانو باندي خبري وکړي : له پوځي او سياسي لحاظه د لبيا روان وضعيت ، د افريقا د شمال د دغه هيواد سره به په راتلونکي کښي څه کيږي.

د غونډي تر شروع کيدو د مخه لا ناټو څرګنده کړه چي دوي به په ليبيا کي د قذافي پر ځواکونو او هدفونو باندي خپلو بمباريو ته ادامه ورکړي . د اوني په سر کي د ناټو يوې وياندي په بروکسل کي يووار بيا واضح کړه چي مخکي تر دې چي دوي نوري حملې بندي کړي، د قذافي څخه غواړي چي «پر ټولو ملکي خلکو باندي بريدونه ودروي ، د رژيم ټول ځواکونه بايد بيرته خپلو قرارګاوو ته ولاړ سي او بيله ځنډه بشري مرستو ته اجازه ورکړاي سي . »

د يوه ميلمه پال هيواد په حيث ترکيه غواړي په دغه کنفرانس کي د ليبيا دپاره د سولي تدريجي پلان وړاندي کړي .

په استانبول کي د ياغيانو په اصطلاح مؤقتي شورا هم برخه درلوده. د بنغازي دغه شورا اوس د ډيرو هيوادو سره ډيپلوماټيک مناسبات لري . د آلمان حکومت هم په دې منځ کي دغه شورا او د هغه مشرمحمود جبرييل په رسميت پيژندلي دي .

مؤقتي شورا په دغه غونډه کي کوښښ وکړ چي د نورو هيوادو پام هم ځانته راواړوي او د خپل ځان د رسميت پيژندلو لپاره لاره اواره کړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داؤد اګلو څو ورځي دمخه د ياغيانو د مرکز بنغازي څخه د ليدني پر مهال وويل:« ترکيه د مؤقتي شورا او ليبيا د خلکو د غوښتنو پوره ملاتړ کوي . دغه هيواد د ولس د غوښتنو سره سم سياسي تغيراتو ته ضرورت لري . او ځکه نو قذافي بايد استعفأ ورکړي .»

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د بنغازي څخه د ليدو پر مهال همدارنګه ويلي وه چي دي هيله من دي ، د روژې تر شروع کيدو پوري به د ليبيا کورني جګړه پاي ته ورسيږي . خو د استابنول په غونډه کي دا پريکړه هم وشوه، که چيري قذافي رژيم ګوښه نه شيو د رژيم په مياشت کي به هم د ناتو عمليات دوام پيدا کړي.

آژانسونه/ فوکس/ قاسم نوري

کتونکية عبدالباري حکيم