1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا د ملي يووالي حکومت ملاتړ

۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعه

د ليبيا لسو مهمو ښارونو چي د دغه هيواد د غير رسمي حکومت تر کنترول لاندي ول د جلوالي اعلان کړی. دوی ويلي دي چي نور به د ملي يووالي حکومت چي ملگري ملتونه ئې ملاتړ کوي پلوي وکړي.

https://p.dw.com/p/1INkV
په بنغازي کي ياغيان
انځور: Getty Images/AFP/A. Doma

طرابلس ته د ليبيا د ملي يووالي حکومت د لومړي وزير په ورتگ سره لسو ښارونو چي تر اوسه پوري د دغه هيواد د غير رسمي حکومت تر کنترول لاندي ول، د ملي يووالي حکومت ملاتړ اعلان کړی دئ.

دغه خبر د ليبیا د غير رسمي حکومت له پاره چي نه غواړي له واکه ليري سي، سخته ضربه ده.

دغه خبر د ليبيا د لوېديځ ۱۰ ساحلي ښارونو استازو تر غونډي وروسته د صبراته ښاروالۍ په فيسبوک پاڼه کي خپور سوی دئ. دغه لس ښارونه له طرابلسه ليري له تونس هيواد سره په سرحد کي پراته دي.

په دغه بيانيه کي د ليبيا پلازمېني ته د ملي يووالي حکومت د لومړي وزير فايز السراج، او د کابينې څو وزيرانو د ننووتلو پر هرکلي سربيره، له ټولو ليبيايانو څخه غوښتل سوي دي چي د ملي يووالي حکومت ملاتړ وکړي.

په بيانيه کي دغه راز له نړيوالي ټولني څخه غوښتل سوي دي چي د ملي يووالي حکومت په رسميت پيژندلو سره «په ټوله ليبيا کي د وسله وال زورزياتي» ختمولو ته زمينه برابره کړي.

د ليبيا غير رسمي حکومت طرابلس ته د فايز السراج، ننوتل غير قانوني بللي او له هغه څخه ئې غوښتي دي چي يا له طرابلسه ووځي يا تسليم سي.

د ۲۰۱۴م کال له نيمايي څخه په ليبيا کي دوه موازي حکومتونه جوړ سوي دي. د طرابلس ياغيانو ائتلاف په دغه ښار کي واک ته ورسېد او هغه پارلمان چي نړيوالو په رسميت پېژاند، دې ته اړايست چي د هيواد ختيځ ته وتښتي.

په ۲۰۱۱م کال کي په ليبيا کي د غربي هيوادونو د پوځي مداخلې او معمر قذافي تر وژل کېدو وروسته د وسله والو ډلو ترمنځ سخت هرج و مرج روان دی.