1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا ملي مؤقتې شورا د اسلامي گوندونو فعالیت منع کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14kcv

د فرانسوې د خبري آژانس په حواله د ليبيا ملي مؤقتي شورا د اسلامي ګوندو د منع کيدو يو قانون تصويب کړی دئ. سربيره پر دې داسي محلي ګوندونه چي پر قومي او قبايلي اساساتو ولاړ وي، د نوي قانون پر اساس بايد وجود و نه لري.

همدارنګه حزبونه بايد له بهر څخه ملاتړ نه سي. دوه اونۍ مخکې د ليبيا د ټاکنو کمیسیون د احزابو د قانون د تصویبیدو غوښتنه کړې وه ځکه چي د جون پر ۱۹ په دغه هیواد ټاکنې تر سره کیدونکي دي. د پارلمان له ۲۰۰ څوکیو څخه ۸۰ وکيلان د ګوندو له خوا ټاکل کیږي او نورې څوکۍ به بیطرفه کسان خپلې کړي.