1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا يوه تښتول سوې الوتکه په مالتا کي کښته سوې

۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

د ليبیا يوه ايربوس الوتکه چي ۱۱۸ کسان پکښې سپاره ول تښتول سوې ده. دغه الوتکه به مالتا کي کښېنول سوې ده. داسي ويل کيږي چي په الوتکه کي په لاسي بمونو سمبال دوو کسانو د الوتکي د انفجار گواښ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/2UnTA
Malta Flugzeugentführung Airbus Afriqiyah Airways
انځور: Reuters/D. Z. Lupi

په ليبيا کي د طرابلس چارواکو تائيد کړې ده چي د دغه هيواد د الافريقه هوايي شرکت يوه ايربوس الوتکه له سپارليو سره تښتول سوې او په مالتا کي کښېنول سوې ده.

د رسنيو د راپور له مخي په دغه الوتکه کي ۱۱۸ کسان سپاره دي. د «ټايم آف مالتا» ورځپاڼي د راپور له مخي په الوتکه کي دوه کسان په لاسي بمونو سمبال دي.

ورځپاڼي په الوتکه کي د سپارلیو د معلوماتو پر اساس خبر ورکړی دئ چي دغه دواړه کسان ځانونه د ليبیا د پخواني مشر معمر القذافي پلويان ښوولي او وايي چي که غوښتني ئې ومنل سي نو ټول سپارلي به آزاد کړي. خو دا چي د دوی غوښتني څه دي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

د راپور له مخي تښتوونکو د خپلو غوښتنو د نه منلو په صورت کي الوتکي ته د انفجار ورکولو گواښ کړی دئ. ويل سوي دي چي پر الوتکه باني د مالتا امنيتي ځواکونو راگرځېدلي دي.

په مالتا کي د تلويزيوني شبکو په راپورونو کي ښوول سوي دي چي له الوتکي څخه ډېر کسان را کښته سوي دي. د مالتا لومړي وزير جوزف موسکات ويلي دي چي له الوتکي څخه ښځي او ماشومان آزاد سوي دي. تر دغه خبر لږ وروسته هغه په تويتر کي ليکي دي چي ۲۵ مسافر آزاد سوي دي. تر هغه وروسته بيا يوه بله ډله مسافر هم آزاد سوي دي چي نارينه هم پکښې ول.

نور مطالب: