1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا پاڅونکونکي په طرابلس کي جشن لمانځي

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

د ليبيا پاڅون کونکي د دغه هيواد پلازمېني طرابلس ته ورننوتي او د ښار ځينو اوسيدونکو هغوی ته ښه راغلاست ويلي. پاڅون کوونکو ويلي چي د قذافي زوی سيف الاسلام يي نيولی او په راتلونکو څو ساعتونو کي به د خپلي بريا اعلان وکړي.

https://p.dw.com/p/12L7X
ليبيا
ليبياانځور: dapd

د ليبيا پاڅون کونکي د طرابلس د « ګرين سکواير» په نوم څلور لاري کي د نورو ښاريانو سره د خپلي بريا جشن لمانځي. په دغه څلور لاري کي به قذافي خپلو ملاتړ کوونکو ته ويناوي اورولې.

د ليبيا د پاڅون کونکو يو وتلي مشر، محمد جبريل، ويلي، چي د ښار په ځينو څنډو کي د قذافي د وفادارانو له خوا اوس هم خال خال مقاومت روان دی.

قذافي د يکشنبي په ماښام په خپل يو ثبت سوي ږغيز پيغام کي د ليبيا د خلکو څخه غوښتي وو، چي « طرابلس وژغوري» او دا يي په عراق کي د جګړي پر وخت د بغداد سره پر تله کړې و.

د العربيه د تازه معلوماتو له مخي کله چي د دوشنبې په ورځ پاڅون کوونکي په طرابلس کي د قذافي انګړ ته ورنږدي سوي د پاڅون کونکو او قذافي د وفادارو پوځونو تر منځ نښته رامنځ ته سوي.

دغه تلويزون د يو عيني شاهد په حواله خبر ورکړی، چي په مرکزي طرابلس کي کله چي پاڅون کونکو کوښښ وکړ دغه انګړ ته د « باب الاعزازيه» له لاري ور ننوزي تر حملي لاندي راغلي.د دغه انګړ څخه ټانکونو پر نږدي څيرمو سيمو ګولی ورولي، خو لا د مرګ ژوبلي په اړه کوم تازه معلومات نسته.

تر دې وړاندي د ليبيا د حکومت وياند، موسي ابراهيم، په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي ول، چي د ياغيانو له لوري پر طرابلس د بريد پر وخت ۱۳۰۰ تنه وژل سوي. خو دغه شمير د نورو آزادو سرچينو له خوا نه دی تايد سوی.

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل