1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا په سواحلو کې نژدې سل تنه مهاجر لادرکه شوي دي

۱۳۹۶ فروردین ۲۷, یکشنبه

طرابلس ته په لس کيلومترۍ کې د مهاجرو يوه بيړۍ اوبو کې اوښتې ده. د دغو ځواکونو يوه ویاند د سمندري ژغورنې ډلې د معلوماتو پر حواله وويل چې په کشتۍ کې سپاره ټول ۹۷ تنه لادرکه دي چې امکان لري ټولو به خپل ژوند له لاسه ورکړی وي

https://p.dw.com/p/2bJq5
Libyen Irische  Navy Rettungsoperation Flüchtlinge
انځور: picture alliance / dpa

بل خوا داسې هم ويل شوي دي چې له دغې پيښې څخه ۲۳ تنه ژوندي پاتې دي. په ورکو شويو کې ۱۵ ښځې او ۵ ماشومان هم شامل دي.

د ليبيا د ساحلي ګارد يوه افسر جنرال ايوب قاسم ويلي دي چې د دوي ځواکونو په مديترانه سمندرګي کې ۲۳ تنه نارينه چې د مختلفو افريقايي هيوادنو اتباع دي، ژغورلي دي. د قاسم په وينا دغو کسانو د اوبو پر سر يو جسم باندې خپل ځانونه نښلولي وو او پر دې توانيدلي وو چې د ژغورنۍ ټيم تر رسيدو ژوندي پاتي ول. د ژغورل شويو کسانو په وينا چې د کشتۍ ټوله بدنه له منځه تللې وه.

د فرانسې خبري آژانس يوه انځور اخيستونکي خبر ورکړی دی چې ژغورل شوي کسان د طرابلس په بندر کې تر درملنو لاندي دي. په پام کې ده چې دغه کسان د يوې ادارې چې د غيرقانوني مهاجرو په چارو کې کار کوي، يوه مرکز ته انتقال شي.

ايوب قاسم وویل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ورکو شويو کسانو د نجات په اړه ډیره کمه تمه لري. د هغه په وينا چې د بدې هوا له امله دوي تر اوسه په دې ندي توانيدلي چې یو جسد هم وموندي.

نژدې ۶۰۰ تنه ډوب شوي دي

 د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي او ام) د رپوټونو پر حواله، د روان کال له پيل تر اوسه د ليبيا په سواحلو کې لږ تر لږه ۵۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا لادرکه شوي دي. د ليبيا سواحل د هغو کسانو لپاره په يوه ترانزيتي لاره اوښتې ده چې غواړي په غيرقانوني توګه اروپا ته ځانونه ورسوي.

د مديترانې سمندرګې له دغې خطرناکې لارې څخه نه يوازې افريقايي مهاجر، بلکه د منځنې ختيځ اکثره بيځایه شوي وکړي هم ايټاليا ته د رسيدو په موخه کار اخلي.

د مهاجرت په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ معلومات ښيي چې د روان کال په لمړيو درو مياشتو کې له ۲۴ زرو څخه زيات مهاجر ليبيا څخه ايټاليا ته رسيدلي دي. د تيرکال په همدې موده کې دغه رقم ۱۸ زرو ته رسيدلي وو.

شاوخوا يو ميليون انسانان په تمه دي

د ليبيا په سواحلو کې منظم سمندري ځواکونه شتون نلري. دغې تشې ته په کتو دغه مهاجرتون تر ډیره بريده د هغو مختلفو ملیشو ډلو په مرسته ترسره کيږي چې ځان ساحلي ژغورونکي بولي. دغه ډلې په وار وار انساني قاچابرانو سره د همکارۍ په درلودو تورنې شوي دي. ويل شوي چې دغې سيمه کې د انساني قاچاق د کاروباره له بابته ډيرې پيسې ترلاسه کيږي.

دې سره د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادراې وړاندوينه کوي چې په احتمالي توګه له ۸۰۰ زرو تر يو ميليون پورې خلک په پام کې لري چې د ليبيا له طریقه اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):