1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا په هکله د المان دريځ

۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه

د ليبيا په هکله تماس، نړيواله ډله چي د مارچ پر29 په لندن کي جوړه سوه نن په دوحه کي سره راټوليږي. په دغه ډله کي يو شمير اروپايي هيوادونه امريکا،د عربي ټولني غړي هيوادونه او ځيني نړيوال سازمانونه ګډون لري.

https://p.dw.com/p/RHW9
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: picture-alliance/dpa

هيله څرګنديږي چي د افريقا اتحاديه هم له دغي ډلي سره يو ځاي سي. د لندن په کنفرانس کي د افريقا اتحاديه چي ليبيا هم د هغې غړې ده، ګډون نه درلود.

آلمان د خپلو بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستريله دغي غوندي ته استولی دی. دغه هيواد چي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ليبيا د هوايي قلمرو د بنديز پريکړي ته له رايو ورکولو څخه ډه ډه وکړه، اوس چمتو دی چي په ليبيا کي د بشري مرستو په برخه کي خپله ونډه واخلي.

نن به ګيدو وسترويله د قطر د پادشاه وليعهد سره د کتي پر مهال، هغه ته يو ځل بيا د ليبيا د کړکيچ په وړاندي د آلمان دريځ روښانه کړي:«په ليبيا کي د خلکو غوښتنه ده چي يو آزاد هيواد ولري، هغه يو هيواد چي قذافي نور هلته واکمن نه وي، او دا زموږ غوښتنه هم ده.»

خو د المان د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ټينګار وکړ چي د هغه هيواد به د ليبيا په جنګي عملياتوکي برخه وانخلي، هغه چمتو دی چي ددې جګړې له امله په راپيدا سوو بشري ستونزو کي مرسته وکړي:

« د آلمان فدرال حکومت چمتو دی چي ددې جګړې په نتيجه کي د رامنځ ته سوو بشري ناورينونو په مخنيوي کي خپله ونډه ولري، خو په جګړه کي آلماني سرتيري به برخه ونه لري.»

د قطر د بهرنيو چارو وزير او ډير زيات نور هيوادونه چي نن په دوحه کي سره راټوليږي، د ليبيا کړکيچ ته په بله سترګه نظر اچوي. د امريکا د متحده ايالاتو، برتانيې او فرانسې په شمول قطر هم د ليبيا پر هوايي قلمرو د قذافي د الوتکو د الوتني د مخنيوي لپاره خپل جت جنګي الوتکي استولي دي.

دغه هيوادونه په دې نظر دي چي د پوځي عملياتو له لاري قذافي مجبوره کيږي چي له قدرت څخه لاس واخلي. دا هغه يو نظر دی چي آلمان يې له خپلو متحدينو سره نه مني.

په عين وخت کي برتانيه او فرانسه چي د معمرالقذافي رژيم د ځواکونو پر ضد په لومړي سر کي عمليات پيل کړل، پر ناټو باندي تور لګوي چي د ليبيا په جګړه کي د روان بن بست مسووليت په غاړه لري. دغه دواړه هيوادونه له ناتو غواړي د قذافي د ځواکونو پر ضد د بريدونو لمن پراخه سي.

د دوحې په نني کنفرانس کښي د برتانيې د بهرنيو چارو وزير چي د تماس د ډلي مهندس دی، هڅه کوي چي د ليبيا په کړکيچ کي نړيواله ټولنه سره متحده وساتي.

په دې کنفرانس کښي به پر دې خبري وسي چي د ليبيا لانجه څنګه حل سي، ايا ددې لانجې لپاره کوم سياسي حل وجود لري ، که يې لري نه د قذافي او که پرته له قذافي څخه؟

خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير له کنفرانس څخه مخکي وويل چي دي ګمان نه کوي چي د ليبيا د عملياتو لپاره دي د نړيوالو برخه والو ترمنځ پر يو واحد پلان باندي موافقه وسي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل