1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبیا د پخواني واکمن د ویاند د نیولو رپوټ رد شو

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16U05

د ليبیا د پخواني دیکتاتور معمر القذافي ویاند هغه رپوټونه رد کړي دي چې گويا دی د ليبیا پلازمیني طرابلس ته څیرمه نیول شوی دئ. په یوه غږیز پیغام کې چې په يوه انټرنیټ پاڼه کې خپور شوی دئ، يو تن چې خپل ځان موسی ابراهیم معرفي کوي ویلي دي چې هغه د لیبیا د چارواکو له خوا نه دئ نیول شوی. موسی زیاته کړې ده چې حتی هغه په لیبیا کې هم نه دئ. تیره ورځ د ليبیا د صدراعظم له دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي ول چې موسی ابراهیم طرابلس ته نژدې په یوه ښار گوټي کې نیول شوی دئ.