1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليري ختيځ د جګړې وړاند وينه کيږي

۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبه

د روسيې د آزاد ديموکرات گوند مشر وړاند وينه کړې چي په ۲۰۳۰ کال کي به د ليري ختيځ لويه جگړه پيل سي.

https://p.dw.com/p/QH1K
انځور: picture-alliance /dpa

د روسيې د آزاد ډيموکراټ ګوند مشر ولادمير ږرنوسکي په مسکو کي خبريالانو ته ويلي چي د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ دايمي شخړي د وخت په تيريدو سره کیدای سي په جګړې بدلي سي.

« تر هغه وخته چي نوري شخړي، لکه د فلسطين او اسرايلو يا نوري ډيري تودي، لکه عراق او افغانستان وي دا موضوع به لږ سړه وي. خو کله چي دغه کراري سي نو سم دلاسه به د ليري ختيځ جګړه پيل سي.»

د هغه په خبره په ۲۰۳۰ کال کي به د ليري ختيځ جګړه پيل سي دا به روسيې ته هم تاوان ورسوي. ځکه د هغه په فکر د جګړې په وخت کي به د روسيې د ولادي واستوک سيمه هم په امان کي پاته نسي.

د روسيې د آزاد ديموکرات ګوند د مشر ږرنوسکي وايي چي په دې کي هيڅ شک نسته چي د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ جګړه د امريکايانو په ګټه ده.

هغه ويلي په هغه سيمه کي کيدای سي چي سړي و سته وو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي.

« خو په لوېديځ کي مشخصي ټولني، په لومړي سر کي د امريکا متحده ايالاتو ته دا په ګټه دي چي روان حالت دغسي په کنګل کي وساتي.»

انترفکس: نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم