1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا د پارلمان مشر وټاکل شو

۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعه
https://p.dw.com/p/15nXA

په لیبیا کې د پخواني واکمن معمرالقذافي پخوانۍ مخالف د دغه هیواد د پارلمان د رئیس په ټوگه وټاکل شو. د محمد المیګاریف له پاره په طرابلس کې د ملي شورا د غړو د ۲۰۰ تنو څخه ۱۱۳ تنو مثبته رایه ورکړه.

دغه ټاکنې په تلویزیون کې په مستقیم ډول خپریدل. المیګاریف د خپل سیال نوماند علي زیدان، په پرتله ۲۸ اضافي رایې تر لاسه کړي.

یوه ورځ مخکې په لیبیا کې تر ۴۰ کلونو وروسته په ازاد ډول تر ټاکنو وروسته واک ټاکل شوې شورا ته وسپارل شو.