1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا منځمهاله شورا: یاغیان د سرت ښار ته ورننوتل

۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه

د لیبیا د مؤقتې شوری پلوي یاغیان د معمرالقذافي پلرني ټاټوبي سرت ته ورننوتي دي. خو یاغیان د قذافي پلوه ځواکونو له لوري د سخت مقاومت سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/12aB1
سرت د قذافي آبايي ښار دی
سرت د قذافي آبايي ښار دیانځور: dapd

د لیبیا د مؤقتی شورې پوځي ویاند، عبدالرحمن بوسین، رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

« هغوی اوس ښار (سرت) ته ننوتي. هغوی د جنوب، ختیځ او لویدیځ له لوري ښار ته ورننوځي او د ساحل له لوري هم پر هغوي فشار اچول شوی د. خو زه په دقيقه توګه نه پوهیږم چې هغوی تر کومه حده ښار ته ننوتي.»

بوسين زیاته کړې چې دوی د سختې جګړې سره مخامخ دي. په خاصه توګه هغه نښه ویشتونکي چې تر دمخه یې کمین نیولی تر ټولو لويه ستونزه ده.

د لیبیا د مؤقتې شوری ځواکونه شاوخوا د ۷ میاشتو تر جګړې وروسته د ناټو د هوایي بریدونو په ملاتړ وتوانیدل چې د طرابلس په شمول د لیبیا ډیره برخه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د سرت، بني ولید او سبها په شمول ځینو نورو سیمو کې د لیبیا یاغیان د قذافې د پلوي ځواکونو له لوري د سخت مقاومت سره مخ دي. داسې آوازې هم شته چې ګواکې قذافي د خپلو پلویانو د ولکي په کومه سیمه کې پټ دی.

د پنجشنبي په ورځ د فرانسې ولسمشر، نکولا سارکوزي، او د انګلستان لمړي وزیر، ډیویډ کیمرون، بنغازي ته سفر وکړ چیرې چې د دوي تود هر کلې وشو.

د بنغازي د آزادي په څلور لارې کې کیمرون او سارکوزي د لیبیا د مؤقتې شوری مشر، مصطفی عبداجلیل، سره یو ځایې عام محضر ته راووتل. سرکوزي ویلي ول چې فرانسه، انګلستان او اروپا به د همیش لپاره د لیبیا د خلکو سره وي.

کیمرون ویلي. « خپلواکه بنغازي او لیبیا ته راتګ یوه لویه خبره ده.»

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی