1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا پاڅون کوونکي: دوه مهم ښارونه مو لاندې کړي

۱۳۹۰ مرداد ۲۴, دوشنبه

د لیبیا پاڅون کوونکو د دوشنبې په ورځ ادعا کړې چي په لویدیځ کې د صرمان او د طرابلس په جنوب کې د غریان د ښارونو کنترول یې د معمر القذافي د ځواکونو څخه په خپل لاس کی نیولی دی.

https://p.dw.com/p/12GuI
د لیبیا یاغیان
د لیبیا یاغیانانځور: dapd

په عینې وخت کې معمر القذافي د خپل ولس څخه غوښتي چي د ناټو د ځواکونو څخه د خپل هیواد د آزادولو لپاره مبارزه وکړي.

د لیبیا په لویدځ کې د پاڅون کونکو د نظامي شورا ویاند ، عبدالسلام عثماني، د دوشنبې په ورځ وویل چي دا پرمختګ د تیونس څخه د لیبیا د پلازمینې طرابلس د اکمالاتي لارو د پریکولو په معنې دی.

عثمان وویل: د قذافي مخالفین د صرمان او الزاویه د ساحلي ښارونو ترمنځ په 15 کیلو متری کې مکمل کنترول لري، او د الزاویه په ښار کې چي د پلازمنې طرابلس په 40 کیلو متری کې پرته ده جگړه روانه ده.

د عثمان په وینا صریان او غریان ته د ننوتو ټولې دروازې د یاغیانو په کنترول کې دي، خو عثمان زیاته کړه چي د معمر القذافي د ځواکونو یو نامعلوم شمیر د دغو ښارونو د استوگنۍ په سیمو کې حضور لري.

د پاڅون کونکو د نظامي شورا دغه ویاند وویل چي د دوي پرمختگ د تیرې یکشنبی په ورځ په صرمان کې چي د پلازمینې په 60 کیلومترې کې پروت دی پیل شو، اود 10 ساعتونو د سختې جګړې وروسته پاڅون کونکو د قذافي ځواکونه دې ته اړ کړل چي په شاتگ وکړي.

د دغې جگړې په اوږدو کې د 40 څخه زیات هغه جنگیالي چي یو شمیر یې د افریقا اجیر سرتیري ول نیول شوي دي.

خو د دغو پرمختگونو سره سره یاغیانو ونه شو کولای چي د معمرالقذافي د ځواکونو په وړاندې د الزاویه د ستراتیژیک ښار په دننه کی د یادونۍ وړ بریاوي ولري.


معمرالقذافي د دوشنبی په ورځ د خپل ولس څخه وغوښتل چي لیبیا د ناټو د لاس څخه آزاد کړي. د قذافي غږ د تلیفون په لیکه د لیبیا د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو.

قذافې وویل: « د لیبیا اولس هم پاتې کیږي او فاتح انقلاب ( چي نوموړی یې په 1969 کال کې قدرت ته ورساوه) به هم تل پاتې وي. پرمخ ولاړ شئ ، مبارزه وکړئ، خپلې وسلې واخلئ، لاړشئ او د لیبیا د انچ انچ خاوری د آزادولو لپاره د خاینانو او ناټو سره مبارزه وکړﺉ.»

اژانسونه/ شمس الرحمن ناصر
کتونکې: سیدریاض