1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لېبیا مخالفې ډلې ښایي په مسکو کې د اوربند تړون لاسلیک کړي

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د فایز السراج او خلیفه حفتر ترمنځ په مسکو کې د اوربند په تړاو د یوه تړون د ترسره کیدو اټکل کیږي. که چیرې دغه تړون لاسلیک شي نو په دغه شمالي افریقایي هیواد کې به نهه میاشتنۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

https://p.dw.com/p/3W7wi
Libyen Tripolis Demonstration gegen die türkische Parlamentsentscheidung Truppen nach Libyen zu senden
انځور: Reuters/E. O. Al-Fetori

په پام کې ده چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د لېبیا په شخړه کې د ښکیلو ډلو ترمنځ د اوربند یو تړون لاسلیک شي.

اټکل کیږي چې د ملګرو ملتونو له لوري د په رسمیت پيژندل شوي د لیبیا د ملي وفاق حکومت د مشر فایز السراج او د هغه د رقیب خلیفه حفتر چې د لېبیا د ملي پوځ په نوم د ډلې مشري کوي ترمنځ به د هغه تړون شرایط تائید شي د یکشنبې له شپې راهیسې نافذ دی. که چیرې دغه تړون لاسلیک شي نو په لېبیا کې به له نهو میاشتو راهیسې روانه جګړه ختمه کړي.

د روسیې او ترکیې په مشرۍ د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې د رامنځ ته شوي اوربند په تعقیب به دغه تړون لاسلیک شي. فایز السراج چې د یکشنبې په ورځ یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په استانبول کې ولیدل، د اوربند د نافذیدو خبر تائید کړ.

د لېبیا د جګپوړي دولتي شورا مشر خالد المشري، دغه تړون د سیاسي پروسې د بیا پیلولو له پاره د لارې د برابریدو په توګه ستایلی دی.

Türkei | Libyen | Erdogan | al-Sarradsch
د لېبيا د ملي يووالي د حکومت مشر فایز السراج د ترکیې له ولسمشر اردوغان سرهانځور: DHA

د روسیې د خبري آژانس انترفکس د رپوټ له مخې د لېبیا له پاره د روسیې د تماس ډلې مشر لیف دینګوف، ویلي دي چې سراج او حفتر به په ملاقات کې «د سولې د تړون د لاسلیکولو پر امکاناتو او د هغې پر جزئیاتو» باندې بحث وکړي. د دینګوف په خبره دی پر دې نه پوهیږي چې دواړه لوري به چیرې او له یو او بل سره مخامخ وویني که نه.

اټکل کیږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د دفاع وزیر هولوسي اکار به هم د دوشنبې په ورځ په مسکو کې موجود وي.

د لېبیا شخړه

لېبیا له ۲۰۱۱م کال راهیسې د ناټو له ملاتړ څخه برخمن پاڅون چې په پایله کې یې د دغه هیواد دیکتاتور معمر القذافي ووژل شو له ګډوډۍ سره مخامخ کړې ده.

په طرابلس کې د لیبیا د ملي یووالي حکومت د تیر میلادي کال د اپریل میاشتې راهیسې د حفتر د پلوي ځواکونو تر برید لاندې دی. حفتر د دغه هیواد په ختیځ کې مېشت دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دغه کړکیچ کې تر اوسه ۲۸۰ ملکیان او ۲۰۰۰ جنګیالي وژل شوي دي او ۱۴۶ زره لېبیایان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: