1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لېبیا هوايي ډگر اسلامپاله ملېشو نیولی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

د «فجر لېبیا» په نوم اسلامپاله ملیشې د لېبیا د پلازمینې طرابلس، هوایي ډگر نیولی دی. دغه هوایي ډگر له ستراتیژیک لحاظه مهم گڼل کیږي. په طرابلس کې وضعیت په یوه نامعلوم حالت کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/1Cztr
انځور: Reuters

د «فجر لېبیا» د خپلو څرگندونو له مخې د الزنتان، ښار د رقیبو ملیشو سره تر لس ورځنې جگړې وروسته یې د طرابلس هوایي ډگر ولکه کړی دی. د لېبیا د «النبا» په نوم تلویزوني چېنل د «فجر لېبیا» له خوا یوه بیانیه خپره کړې ده، چې له مخې یې نوموړې ډلې د پلازمینې سویل په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت هوایي ډگر چې ډیر مهم دی، په بشپړه توگه تر خپل کنترول لاندې راوستی دی.

هوایي بریدونه

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې تر دې دمخه جنگي جېټ الوتکو د اسلامپالو بېلا بېل مورچلونه تر بریدونو لاندې نیولي دي. د غیر تائیدو شوو رپوټو له مخې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او تر شلو زیات بیا ټپیان شوي دي. خو دا خبره لا معلومه نه ده چې د دغو بریدونو مسوولیت د چا پر غاړه دی.

د اسلامپاله ملیشو د معلوماتو له مخې جنگي الوتکو پر نورو سربیره هوایي ډگر ته د غځول شوي سړک په اوږدو کې پرتې ودانۍ چې د دوی تر کنترول لاندې دی، هم بمباري کړي دي. زیاته شوې ده چې د واها، په نوم د تیلو شرکت چې د اسلامپالو په کنترول کې دی هم د بمباریو هدف وو. خو په دې اړه له آزادو سرچینو څخه تائید شوي معلومات نه شته. د رسنیو فعالانو په انټرنیټ پاڼو کې داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په هغې کې د طرابلس ښار پر سر لوگي او ویجاړې شوې ودانۍ ښکاري.

په پلازمینه طرابلس کې د روان میلادي کال د جولای له میاشتې راهیسې د دښمنو ملیشو تر منځ د هوايي ډگر د کنترول له پاره چې د نړیوالو الوتنو پر مخ تړل شوی دی، جگړه ادامه لري. د لېبیا د پخواني واکمن معمر القذافي تر راپرځولو کابو دوه نیم کاله وروسته، دا لومړنۍ سختې نښتې دي چې په طرابلس کې رامنځ ته کیږي. دغه رقېبې ملیشې هغه پخوانۍ انقلابي لوا گانې دي چې د قذافي په راپرځولو کې یې ونډه درلوده. د تاوتریخوالي د لمن د پراخیدو له پاره یو څه پړه پر پخوانی جنرال خلیفه حفتر هم وراچول کیږي چې له خپلو متحدینو سره یې د اسلامپالو ملیشو پر ضد جگړه پېل کړې ده.

په ۲۰۱۱م کال کې د معمرالقذافي د راپرځول کیدو او د بهرنیو ملیشو د لاسوهنې وروسته د شمالي افریقا په دغه هیواد کې چې د نفتو د زیرمو له لحاظه ډیر شتمن دی، کراري نه تر سترگو کیږي. د قذافي د راپرځول کیدو پر وخت د طرابلس هوایي ډگر د الزنتان ښار د یوې ملیشې لاس ته ولوید.

د فوټبال د سیالیو له کوربه توب څخه لاس اخیستل

د افریقا د فوټبال اتحادیې، د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خراب امنیتي وضعیت له کبله لېبیا، په ۲۰۱۷م کال کې د «افریقا کپ» د سیالیو لپاره له بند وبست څخه لاس اخیستی دی. په ۲۰۱۳م کال کې هم لېبیا د افریقا د اتلولې د سیالیو له کوربه توب څخه د همدې دلیل له کبله په شا شوی وو.