1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لېنين د مجسمې سر ۲۴ کاله وروسته برلین ته انتقاليږي

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان ديموکراتيک جموريت د وخت يادگار له خاورو را ايستل سوی او برلین ته به انتقال سي. د لېنين د يوې ستري مجسمې سر چي د سوسياليستي آلمان د دړي وړي کېدو پرمهال له تنې جلا سوی او ښخ سوی وو، بیا به نندارې ته وړاندي سي.

https://p.dw.com/p/1GPey
انځور: picture alliance/dpa

په پلان کي ده چي د روسيې د اکتوبر انقلاب د رهبر لېنين، د هغي ستری مجسمې سر چي له سرې ډبري جوړ سوې وه او ۲۴ کاله دمخه ئې سر ښخ سوی وو د برلين موزيم ته انتقال سي. خو مسئولان د دغي مجسمې د قبر سيمه پټه ساتلې ده.

د لېنین ډبرينه مجسمه چي په ۱۹۸۹م کال کي د ختيځ آلمان له کمونيستي حکومت سره يو ځای ړنگه سوه، څو ټوټې ئې له ۱۹۹۱م کال راهيسي د برلين په جنوب کي د «موگل» درياب په سواحلو کي ښخي دي.

د دغي مجسمې سر يوازي درې نيم ټنه وزن او يو نيم ميتر لوړوالی لري.

د برلين د ښارجوړولو چارو شورا ويلي دي چي په سپتمبر مياشت کي به د څو گوتو په شمېر کسانو په مخکي د لېنين د مجسمې سر له خاورو راوباسي.

په ختيځ آلمان کي د «لېنين ميدن»
په ختيځ آلمان کي د «لېنين ميدن»انځور: picture-alliance/dpa/Link

خو د نړۍ له گوټ گوټه تلويزيوني شبکې غواړي دغه شېبه عکاسي کړي چي د لېنين د مجسمې سره له خاور را ايستل کيږي.

د ولاديمير ايليچ لېنين دغه مجسمه چي ۱۳۰ ټوټې سوې ده او برلين ته نژدې ښخه ده، يوازي به ئې سر له خاورو را وايستل سي او موزيم ته به انتقال سي.

د لېنين دغي ډبريني مجسمې چي ۱۹ متره لوړوالی لاره د يوه شوروي مجسمه جوړونکي نيکولای تومسکي، له خوا توږل سوې وه او د ۱۹۷۰م کال په اپريل مياشت کي د روسيې د سره انقلاب د دغه رهبر د زېږېدني د سلمي کاليزي په مناسبت په ختيځ برلين کي د لېنين په ميدان کي نصب سوې وه.