1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مارجې پر نظامي عملياتو باندي دنړۍ د ورځپاڼو تبصرې

۱۳۸۸ بهمن ۲۶, دوشنبه

دشنبې دورځي راهيسي د هلمند دمارجې په سيمه کي نړيوال ايتلافي ځواکونو دافغاني پوځي واحدونو سره په ګډه،دمشترک تر کود نامه لاندي دطالبانو دګوماني مورچلونو دله منځه وړلو دپاره په پراخو پوځي عملياتو پيل کړی دی

https://p.dw.com/p/M1lM
انځور: AP

دخبري آژانسونو په استناد په دغه عملياتو کي ټول 15 زره عسکر ونډه لري چي 4400 يې افغاني عسکر دي .

ددغه عملياتو موخه داده چي دځواک له مسنده څخه دطالبان دشړلو څخه 9 کاله وروسته دهلمند دولايت دمارجې له سيمي څخه چي په نړيواله سويه دکوکنارو دتوليد يوه ستره سيمه بلل کيږي ، طالبان وشړل شي . خو داچي ناټو به تر کومه حده وشي کړای پخپل دغه پوځي عملياتو کي ستراتيژي بريا تر لاسه کړي ،پر دې به دنړۍ دځينو ورځپاڼو تبصرو ته يو نظر واچوو :

د die Neue Osnabrücker Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي چي تر اوسه په افغانستان کي دنړيوال اتلافي ځواکونو له خوا څوڅو واري دغه راز په اصطلا تعرضي عمليات دطا لبانو په مرچلونو باندي پيل شويدي، خو په پای کي ټول دناکامۍ سره مخامخ شوي ،او ددغه ناکاميو اساسي علت په دې کي ؤ چي دافغانستان په جنوبي او ختيځو سيمو کي دطالبان څخه سيمي نيول شوي دي . خو کله چي له دغه سيمو څخه نړيوال پوځي واحدونه ووتلې ،دغه سيمي بيرته دطالبانو لاس ته ورغلي .

خو دمشترک تر کود نامه لاندي په عملياتو سره په کابل کي دنړيوال سوله ساتونکي ISAF جنرالان غواړي له داسي يو تاکتيک څخه کار واخلي چي له ناآرامو سيمو څخه طالبان په شا وټنبوي او په دغه سيمو کي دملکي خلکو ساتنه وکړي ،اوهمدارنګه په دغه سيمو کي دبيرته روغوني دانکشافي پروژو په په کار اچولو سره خلک خوشاله کړي . خو که چيري دوی خپل دغه هدف ته ونه رسيږي نو دا به د ناټو دپاره يو ماته وي ؛

Afghanistan / US-Armee / Helmand / Mardscha
انځور: AP

يا دIndependent په نامه انګريزی ليبرال کيڼ لاسي ورځپاڼه په مارجه کي دمشترک تر کودنامه لاندي د ناټو دپوځي عملياتو په اړه پخپله تبصره کي ليکي چي :

په دغه عملياتو سره برطانويان او امريکايان غواړي پخپلو هيوادونو کي هغه عامه افکار قانع کړي چي دافغانستان ماموريت ته دشک او ترديد په سترګه ګوري .او هغوی ته داسي وښه يي چي ناټو په افغانستان کي ګواکي يو روښانه هدف لري او دوی دغه هدف ته رسيدلای هم شي . په دغه عملياتو سره که بريالي شي نو ناټو به وښه يي چي دوی دافغانستان دعسکرو سره ګډ کار کوي او هغه سيمي چي دوی يې د‎طالبانو څخه خلاصوي، هغه دوی ساتلای شي ، هلته به دبيرته روغوني پروژې په کار واچول شي او ددغه پروژو په ثمر رسيدلو سره به دسيمي وګړي دکابل دحکومت پر خوا ودريږي . په دغه مثال سره به ناټواو کرزی دافغانستان په نورو نا آرامو سيمو کي هم استدلال کوي، چي کيدای شي سوله او ثبات بيرته په يوه ناآرمه سيمه کي نافذ کړای شي .

د Der Standard په نامه اطريشۍ ورځپاڼه هم په مارجه کي دمشترک تر کودنامه لاندي د ناټو دپوځي عملياتو په هکله يوه تبصره کړې، او ليکي چي :

په تيره بيا هڅه کيږي چي په اوروپا او امريکا کي دغه پوځي عمليات په عامه انظارو کي ديوه بريا تمثيل پيداکړي . او داسي وښودل شي چي دهندوکش په لمن کي پروت هيواد افغانستان کي دجمهور ريس بارک اوباما نوې ستراتيژي بريالی ده . خو آيا دابه په رښتيا سره هم همداسي وي ؟

امريکايان اوس نه غواړي دطالبانو پر ضد مبارزه وکړي، بلکي غواړي ملکي وګړي ددوی دحملو څخه وژغوري چي دې هدف ته درسيدلو دپاره دوی غواړي داسي سيمي لکه مارجه نه يواځي ونيسي ، بلکي نيول شوې سيمه وساتي او هغه به اصطلا اداره کړي . خو خبره داده چي آيا ناټوپه دغه شمير عسکرو سره چي په افغانستان کي يې لري، دغه هدف ته رسيدلای شي ؟

طالبان تر اوسه څو څو واري پر دې بريالي شويدي په پارتيزاني جګړو سره سيمي ونيسي او په راتلونکي کي به هم دوی دا کار وکړي . په تيره بياکله چي بهرني ځواکونه له دغه سيمو څخه بيرته ووځي . نو په دی صورت کي دوی دې ته اړ ندي چي د ناټو دعسکرو پر ضد وجنګيږي ،بلکي دوی انتظار باسي .

DPA/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري