1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو مړينه يو په څلورمه راټيته شوی ده

۱۳۸۶ آبان ۱۴, دوشنبه

په کابل کې د عامي روغتيا وزارت خبر ورکړی دی، چې په افغانستان کې د ٢٠٠١ کال راهيسی د د ماشومانو مړينه يو په څلورمه راټيته شوی ده. په دی حساب سره اوس په کال کې نوي زره ماشومان د يو کلني نه تر پنځه کلنی پوری نه مړه کېږی.

https://p.dw.com/p/DK85
انځور: DW

جمهور ريس کرزی د بين المللي ټولنې او مرستندویو ټولنو څخه مننه وکړه او وويل:
دا تر ټولو لوی د خوښی خبر دی، چې زموږ دومره ماشومان ژوندي پاتي کېږي.

دغه خبر د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د امريکا د جان هاپکين د پوهنتون د يوې سروې په اساس ورکړی دی.

د دغه رپوټ په بنسټ په ۲۰۰۶ کال کې د زرو څخه يوسلو يو نوي ماشومان مړه ‍شوي دي، حال دا چې په کال ۲۰۰۱ کې د زرو څخه دوه سوه او اوه پنځوس ماشومان مړه کيدل.