1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو په ګډون ۳۴ مهاجر په سمندر کې ډوب شوي

۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبه

د ایټالیې د ساحلي ګارد او مرستندویه سازمانونو په حواله د لیبیا ساحل ته نږدې د مهاجرو کیشتۍ د ډوبیدو په یوه تازه پيښه کې لږ ترلږه ۳۴ پناغوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دوی کې ډیر شمیر کم عمره ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2da13
Seenotrettung von Bootsflüchtlingen vor der libyschen Küste
انځور: picture alliance/JOKER/A. Stein

د فرانسې خبرې آژانس په حواله د چهار شنبې په ورځ د لیبیا په ساحل کې په یوه تازه پيښه کې لږ تر لږه ۳۴ تنو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې ډله کې لس کم عمره او ډیر کوچني ماشومان هم په کښې دي.

د ایټالیې د ساحلي ګارد په حواله دغو کسانو له ساحل څخه په ۲۰ میله سمندري واټن کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مهاجرو دغه لیږدونکې کیشتۍ چې تر ګنجایش زیات یعنې تر ۷۰۰ مهاجر په کښې سپاره ول له سمندري بیړني حالت سره مخامخ شوې وه.  

کله چې د "Phoenix" او MOAS مرستندویانو کیشتۍ د دغو مهاجرو کیشتۍ ته له دوی سره د مرستې په موخه نږدې کیږي، تر څو دوی ته حفاظتي واسکټونه ور غورزوي شاوخوا ۲۰۰ مهاجر په اوبو کې ډوبیږي. اټکل کیږي چې د لوړې سمندري څپې له امله کیشتۍ خپل توازن له لاسه ورکړې او چپه شوې ده.

په منځني ختیځ او افریقایې هیوادونو کې د شخړو او وچکالۍ له امله ډیر شمیر خلک د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د مدیترانې سمندر له لارې اروپایې هیوادونو ته مخه کوي.

د مدیترانې له سمندر څخه د مړو د جسدونو ترلاسه کیدو خبر د MOAS مرستندویه سازمان ورکړی دی.  MOAS یو خیریه سازمان دی چې د بی سرحده ډاکټرانو له نړیوال سازمان سره په ګډه کار کوي.

بل لور ته د ایټالیې ساحلي ګارد یا ساتونکي وایې چې دوی په دې وروستیو ورځو کې د ۱۷۰۰ مهاجرو د ژغورنې له پاره دې ته اړ شول چې اضافې کومک وغواړي. دغه اوولس سوه تنه پناه غوښتونکي په ۱۵ کوچنیو کوچنیو کیشتیو کې سپاره ول.

د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې پر دغه سمندري مسیر نږدې ۵۰ زره مهاجر ژغورل شوي دي چې دا د ۲۰۱۶ م کال د همدې مودې په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالې ښکاره کوي. په عین وخت کې ۱۳۰۰ مهاجرو پر همدې مسیر د ایتالیې پر لور د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې موضوع اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:(07.05.2017)