1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ماشومانو کار د موبايل شرکتونو ته ګټه رسوي»

۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

د بخښني نړيوال سازمان ايمنستي انترنيشنل په وينا د ماشومانو د کار له کبله د اليکترونيکي آلاتو جوړونکو شرکتونو ته اقتصادي ګټه رسيږي.

https://p.dw.com/p/1Hg3I
انځور: picture-alliance/AA/D. Mareuil

په کانګو کي د کوبالت په نوم موادو را ايستلو ډېر کانونه سته. کوبالټ په ځينو هغو اليکترونيکي آلاتو کي کاريږي چي په ورځني ژوند کي يې نه شتون حتی تصور کېدلای نه سي، لکه تابلېت کمپيوترونه، لېپ ټاپونه، ځيرک تليفونونه او داسي نور.

خو اوس د بخښني نړۍوال سازمان ايمنستي انترنيشنل یو راپور خپور کړی دی چي د کانګو جمهوريت په کانونو کي زیات ماشومان کار کوي. د دغه سازمان په وينا په دغو ماشومانو کي حتی ۷ کلن هم سته.

روغتيا ته زیات تاوان

د بخښني نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي د کانګو جمهوريت د کوبالت را ايستلو په کانونو کي کارکوونکو ماشومانو ته د ورځي تر دوو ډالرو کم معاش ورکول کيږي. د دغه راپور له مخي دا په داسي حال کي ده چي ماشومان په خپلو لاسونو او ډيرو زړو اوزارو کار کولو ته اړ وي.

راپور زياتوي چي دغه ماشومان د دغه کار له کبله له سختو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کيږي او دا چي دغه کار د ځينو ماشومانو پر روغتيا د هغوی د ژوند تر آخر پوري بدي اغېزې کوي.

کوبالت يو داسي معدن دی چي په زیاته بيا د ليتيم چارجېدونکو بېټريو يا سېلانو په صنعت کي کارول کيږي. زياتره دغه بېټرۍ په موبايل تليفونونو کي کاريږي.

د راپور له مخي د کانګو جمهوريت له سويلي برخو څخه را ايستل سوی کوبالت د بېلګي په توګه د اېپل، سامسونګ او سوني شرکتونو په اليکترونيکي آلاتو کي استعماليږي. ياد سازمان خپل دغه راپور ته د «دا هغه څه دي چي موږ ځني مرو» نوم ورکړی دی. دغه راپور د بخښني نړۍوال سازمان او د کانګو جمهوريت د «افرې واچ» په نوم سازمان له خوا په ګډه جوړ سوی دی.

د بخښني نړۍوال سازمان کارپوه مارک دومېت وايي: «په ميليونونو انسانان له نوي ټيکنالوژۍ څخه ګټه اخلي خو هغوی دا پوښتنه نه کوي چي دغه اليکترونيکي آلات څرنګه جوړيږي.» د دغه کارپوه په وينا د اليکترونيکي آلاتو لوکس ډولونه او د دغو آلاتو مغازې له حقيقته ليري انځور ښکاره کوي. هغه وايي: «د حقيقت اصلي انځور دا دی چي ډېر ماشومان د ډبرو بوجۍ په شا ځغلوي.»

۴۰ زره اغېزمن سوي ماشومان

د بخښني نړۍوال سازمان کارپوهه فېرېنا هان، وايي چي د اليکترونيکي آلاتو شرکتونه بايد د دې غم وخوري او دا تضمين کړي چي هغوی په خپلو مصنوعاتو کي د ماشومانو د کار په مرسته په لاس راغلی کوبالت نه کاروي.

دغه کارپوه زياتوي: «د نړۍوالو شرکتونو دغه عذر بايد ونه منل سي چي هغوی وايي نه سي کنټرولولای چي ورته راتلونکي خام مواد له کومه راغلي دي.»

فېرېنا هان، وايي چي ټول شرکتونه بايد د ملګرو ملتونو له قواعدو سره سم د اقتصاد او بشري حقونو په چوکاټ کي خپل مسئوليتونه پوره کړي. دغه کارپوهه له اليکترونيکي شرکتونو څخه غوښتنه کوي چي که ورته څرګنده سي چي د ورته راغلو خامو موادو په تر لاسه کولو کي بشري حقونه تر پښو لاندي سوي دي، نو بايد غبرګون وښيي.

خو د اليکترويکي شرکتونو له خوا د بخښني نړۍوال سازمان د راپور تورونه رد سوي دي. د کانګو جمهوريت حکومت هم دغه تورونه رد کړي دي او تور يې لګولی چي يو شمېر نور هغه هيوادونه چي کوبالت راباسي او نړيوال بازار ته يې وړاندي کوي، غواړي چي د کانګو کوبالت بدنام کړي.

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې په ۲۰۱۴م کال کي د کانګو په کانونو کي د کارکوونکو ماشومانو شمېر ۴۰ زره ياد کړی وو. په ټوله نړۍ کي د را ايستل کېدونکي کوبالت نيمايي د کانګو په جمهوريت کي را ايستل کيږي.