1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي په اړه د امنيت شورا بحث

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه

د ملگرو ملتو د امنيت شورا په یوه ځانگړې غونډه کي د مالي هيواد د وضعيت په اړه بحث کيږي. په غونډه کي به د فرانسې پوځي مداخله هم د بحث موضوع وي، خو په دغه لوېديځ افريقايي هیواد کي د ثبات راوستلو له پاره زمينه برابرول دي.

https://p.dw.com/p/17JNt
انځور: REUTERS/ECPAD/Adj. Nicolas Richard/Handout

د ملگرو ملتو په ماموريت کي د فرانسوي ځواکونو وياند د خپل توييتر له لاري ويلي دي، چي د امنيت شورا غونډه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۴) د فرانسې په غوښتنه رابلل سوې ده.

په مالي کي د حکومت او ياغيانو ترمنځ جگړه روانه ده او آلماني کارپوهان په دغه هيواد کي اوسنی وضعيت په افغانستان کي له ۹۰ لسيزي سره پرتله کوي. د مالي په پايتخت تيمبکتو کي ياغيان د څو مياشتو راهيسي د فرهنکي ميراثونو له منځه وړلو پيل کړی دئ.

فرانسې د مالي هيواد په غوښتنه تيره اوونۍ دغه هيواد ته ۴۰۰ تنه سرتيري او جنگي الوتکي ولېږېلې. فرانسوي ځواکونه د جمعې د ورځي راهيسي د مالي په شمال کي له فعالو ياغيانو سره په جگړه اخته دي.

ياغيانو په دغه هيواد کي د پنجشنې په ورځ د کونا ښار ونيو او ورځ تر بلي د پرمختگ په حال کي دي. دغه ښار له ستراتيژيکي اړخه ډير مهم گڼل کيږي.

په مالي کي د ياغيانو پرضد عمليات

ملگرو ملتو تر دې دمخه خبرداری ورکړی وو، چي د مالي هيواد په چارو کي په لاسوهنه کي بايد تلوار ونه سي. د دغه هيواد په جنوب کي د ياغيانو پرمختگ ته په کتو سره د سيمي له پاره د ملگرو ملتو ځانگړي استازي رومانو پرودي د فرانسي د پرمختگ ملاتړ وکړ.

هغه له آلمانۍ ورځپاڼي «دي ولت» سره په خبرو کي ويلي دي، چي فرانسه د «يوه پراخ توافق له مخي دغه جنگ ته ورداخل سوې ده.» د اروپايي ټولني دغه پخواني کميسار او د ايټاليا صدراعظم ويلي دي، چي نړيواله ټولنه د دغه ماموريت ملاتړ کوي.«موږ ټول له تروريزم څخه وېره لرو.»

په مالي هيواد کي د فرانسې د پوځي ماموريت ملاتړ ورځ تر بلي ډيريږي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس د يکشنبې په ورځ له «ار تي ال» راديو سره په خبرو کي وويل، چي امريکايانو د اطلاعاتو او لوجيستيک په برخه کي د مرستي ږغ کړی دئ.

د مالي هيواد گاونډيانو نايجر، بورکينا فاسو، سنيگال او نايجريا د شنبې په ورځ اعلان وکړ چي دغه هيواد ئې د ځواکونو له لېږلو سره موافقه کړې ده.

آلمان په مالی کي د خپل پوځ له ماموريت سره مخالف دئ

د آلمان حکومت په مالي هيواد کي پوځي ماموريت رد کړی دئ. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله په يوه وينا کي ويلي دي، چي آلمان به په هيڅ وجه مالي ته سرتيري ونه لېږي. هغه وويل، فرانسې چي د مالي هيواد غوښتني ته مثب جواب ويلی دئ، درست کار دئ.

د آلمان د دفاع وزير هم دغه ډول نظر لري. هغه له آلماني ورځپاڼي «فرانکفورتر الگماينه» سره په مرکه کي ويلي دي، چي فرانسه کولای سي د آلمان پر کامل سياسي ملاتړ حساب وکړي.

مخالفينو د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي، چي په مالي هيواد کي د فرانسې د پوځي ماموريت ملاتړ په عمل کي هم وکړي.

دغه لوېديځ افريقايي هيواد د تيرکال د مارچ په مياشت کي تر کودتا وروسته له سياسي هرج و مرج سره مخامخ سو. په دغه هيواد کي د انصارالدين په نوم اسلامي ډلي د دغه هيواد شمالي برخه تر خپل کنترول لاندي راوسته او د شريعت د پلي کولو اعلان ئې وکړ.

ويل کيږي، چي انصارالدين د القاعدې تروريستي شبکې ته ډيره نژدې ده. ځکه نو نړيواله ډوله ويره لري، چي مالي د القاعدې شبکې د تروريستانو په پناه ځای ونه گرځي.