1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالیې او گمرکي تعرفو لوړیدل

حسین سیرت۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې پر وارداتي مالونو باندې گمرگي تعرفې لوړیږي. د دغه وزارت چارواکي وایي چې دغه سیاست به د داخلي تولیداتو د تقویې سبب وگرځي او بازار ته به د بې کیفیته اجناسو د داخلیدو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1FaBY
انځور: DW/H. Sirat

خو د افغانستان د پارلمان استازي له دغه سیاست سره مخالفت کوي. یو شمیر استازي وایي چې د مالیې وزارت دغه اقدام په بازار کې د توکو بیې لوړې کړي دي، په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د خلکو د خرید قوت مخ پر کمیدو دی.

د نړیوالو مرستو په کمیدو سره، د مالیې وزارت په هڅه کې دی چې په منظمه توگه د مالیو د راټولو او د گمرکي تعرفو د لوړولو له لارې خپل عواید زیات کړي او په اقتصادي توگه په ځان د بسیا کیدو هڅه کوي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د گمرکي تعرفو د لوړیدو له کبله د دوشنبې په ورځ د ولسي جرگې د استازو له خوا استجواب شو. هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د گمرکي تعرفو لوړیدل د افغانستان سوداگرو او پانگوالو په همغږۍ تر سره شوي دي: «د تعرفو په قسمت کې د سوداگرو او محترمو ذیدخلو وزارتونو سره مونږ سلا مشوری کړی دی. له دی اقدام سره غواړو چې له یوې خوا د بې کیفیته اجناسو د واردولو مخه ونیسو او له بلې خوا کورني محصولات تقویه کړو.»

ویل کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو شخړې او تر ډیر وخته د کابینې نه ټاکل کیدو د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی دی. په پلازمینه کابل کې د بې روزگارۍ کچه لوړه شوې او خلک د خپل راتلونکي په هکله په انديښنه کې دي.

د مالیه ورکولو د سیستم اصلاح

په بازارونو کې د بیو د لوړیدو یوازینې دلیل د تعرفو لوړیدل نه دي. د مالیې وزارت، پر عوایدو باندې مالیات هم لوړي کړي دي او په همدې دلیل شا او خوا یوه میاشت مخکې په کابل کې کسبه کارانو یوه ورځ کاري اعتصاب وکړ او په پراخو لاریونونو یې لاس پورې کړ.

خو اکلیل حکیمي، په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د مالیه ورکولو په سیستم کې د اصلاح له پاره یې اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي چې د دولت له پاره به د ډیرو عوایدو د راټولویدو سبب وگرځي: «د اصلاحي پلانونو د تطبیق په صورت کې، ډاډه یم چې موږ به د خپلو داخلي منابعو څخه د زیات عاید شاهدان اوسو.»

خو د پارلمان استازی وایي چې د مالیاتو او گمرکي تعرفو د لوړیدو له پاره د مالیې وزارت اقدامات به د بیو د لوړیدو او بازار ته د غیر قانوني توکو د واردیدو سبب وگرځي. استازو پر مالیې وزارت انتقاد وکړ او ویې ویل چې په دغه وزارت کې فساد، په ځانگړې توگه په گمرکونو کې همداسې ادامه لري.

د ولسي جرگې د ملي اقتصاد د کمېسیون غړي حاجي محمد هاشم، وویل: «۸۰ سلنه مالونه پرته له محصوله افغانستان ته واردیږي. تاسو تعرفه لوړې کړې ده، په داسې حال کې چې دغه اقدام عواید نه زیاتوي، بلکې غیر قانوني وارداتو ته یې زمینه برابره کړې ده.»

د گمرکي تعرفو د لوړیدو پایلې

د اقتصادي چارو پوهان وایي چې حکومت باید داسې پروگرامونه تر لاس لاندې ونیسي چې د هغې په نتیجه کې پر زینتي اجناسو باندې تعرفه لوړه کړای شي او اساسي اجناس لکه اړین او خوراکي توکي باید په ټیټو تعرفو سره افغانستان ته را وارد شي.

دغه کارپوهان دا هم وایي چې پر زینتي او غیر ضروي اجناسو باندې د تعرفو لوړیدل به د دولت د عایداتو د ډیریدو سبب وگرځي، خو په وینا یې که چیرې پر خوراکي توکو تعرفې لوړې کړای شي نو د هغې اصلي ضرر به د افغانستان بې وزله ولس ته ورسیږي.