«د مانچستر بريدگر دوه واري په جرمني کي وو»

د جرمني خبري مجلې «فوکوس» د څېړنو پر اساس د مانچستر بريدگر سلمان عبیدي تر دغه بريد څلور ورځي مخکي د جرمني له دوسلدورف ښار څخه مانچستر ته پرواز کړی وو. هغه يووار په فرانکفورت کي هم وو.

د جرمني خبري مجلې «فوکوس» د دغه هيود د امنيتي گړو په حواله راپور ورکړی دئ چي په مانچستر کي د ۲۲ انسانانو وژونکی تر دغه بريد څلور ورځي مخکي له دوسلدورف څخه مانچستر ته په الوتکه کي پرواز کړی.

دغه تورن دغه شان په ۲۰۱۵م کال کي له فرانکفورت څخه بريتانيا ته پرواز کړی وو. د جرمني پوليس او له تروريزيم سره د مبارزې اداره اوس دا څېړي چي عبيدي په دغه هيواد کي د پاتېدو پرمهال په نوردراين وستفالن ايالت کي له راديکالو مسلمانانو سره اړيکي لرلې که نه.

فوکوس مجلې د جرمني د جنايي ادارې د يوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ليکلي دي چي «دغه پيښه په نړيواله کچه سره پېيل سوې ده». اوس پوښتنه دا ده چي سلمان په سوريه کي له هغو کسانو سره آشنا سوی چي وروسته بيا د جرمني په هسن او نورد راين ويستفالن ايالاتونو کي ئې له هغوی سره ملاقات کړی؟

د بريتانيا پوليس په دې باور دي چي يوې اسلاميستي شبکې په دغه بريد کي د سلمان عبيدي ملاتړ کړی دئ. په عيني حال کي په بريتانيا کي دوه کسان نيول سوي دي. يو په مانچستر او بل په وينتگتون ښار کي. هغه ښځه چي مخکي نيول سوې وه، د پنجشنبې ورځي په سهار آزاده سوه.

ترو اوسه پوري په مانچستر کي د بريد په تړاو لس کسان نيول سوي دي چي پکښې يو د بريدگر ورور او په ليبيا کي ئې پلار هم پکښې شامل دي.

(dpa,afp,rtr/ NZ)

په منچستر کي د بريد انځورونه

د عيني شاهدانو په خبره د دوشنبې په ناوخته ماښام د آريانا گرانده د کنسرت په وروستيو شېبو کي سخته چاودنه وسه.

په منچستر کي د بريد انځورونه

د راپورونو له مخي چاودنه د کنسرت په سالون کي نه، بلکي په هغه ځای کي رامنځ ته سوې ده چي دوکانونه پکښې دي.

په منچستر کي د بريد انځورونه

تر چاودني وروسته خلکو تلاښ کاوه چي له سیمي ووځي. دغه کنسرت ته ډېر ځوانان او ماشومان ورغلي ول.

په منچستر کي د بريد انځورونه

تر سالون دباندي ډېري مندي او پلورنه د خپلو ماشومانو په تمه ول څو کورونو ته ئې بوزي.

په منچستر کي د بريد انځورونه

پوليسو ويلي دي چي په پېښه کي ۲۲ کسان وژل سوي او ۵۹ نور ټپيان سوي دي.

په منچستر کي د بريد انځورونه

آريانا گرانده ۲۳ کلنه امريکايي سندرغاړې ده. د هغې بل کنسرت د می مياشتي پر ۲۵ نېټه په لندن کي پلان سوی.

په منچستر کي د بريد انځورونه

هغه تر چاودني يو ساعت وروسته په خپل تويتر کي وليکل: «ولوېدم. د زړه له کمي متاسفه يم او د ويلو له پاره هيڅ نه لرم.»

په منچستر کي د بريد انځورونه

تر چاودني لږ وروسته ځينو تلاښ کاوه چي د ټوله نيزو رسنيو په مرسته خپل دوستان او اولادونه پيدا کړي.

په منچستر کي د بريد انځورونه

د چاودني سيمي ته نژدې هوټلونو خپلي دروازې پرانيستي وې، څو هغه ځوانان چي د کورنۍ غړي ئې لا نه ول راغلي هلته خوندي کړي.

په منچستر کي د بريد انځورونه

د پيښي په سیمه کي له ټپيانو سره مرسته.

په منچستر کي د بريد انځورونه

د وروستيو راپورنو له مخي يوه تروريست چي په ځان پوري ئې چاودېدونکي توکي تړلي ولي د خلکو په منځ کي ئې چاودلي دي.

اړوند مطالب

موږ تعقيب کړئ