1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماين ضد نړيواله ورځ

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۳ فروردین ۱۵, جمعه

په آسيا او افريقا کي ډير هيوادونه په ماينونو فرش دي. خصوصاُ په پټه توگه ښخ سوي ماينونه د ولسي خلکو او بيا په خاصه توگه د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BbzF
انځور: picture-alliance/dpa

په همدې وجه ملگرو ملتونو د اپريل مياشتي څلورمه نېټه د ماين پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ نومولې ده چي د نړۍ د خلکو پام ورته را واوړي او د دغو ماينونو د توليد، سوداگرۍ او اسعتمال پر ضد ږغ پورته کړي.

د نړۍ د ۵۹ هيوادونو ځمکي په ماينونو ملوثي دي. په خاصه توگه آسيايي او افريقايي هيوادونه د دغي وسلي قربانيان دي. افغانستان او سوډان د دغو هيوادونو په سر کي ځای لري. د ماين پر ضد نړيوال کمپاين د موئيي د وينا له مخي د سوډان له ۱۷ ولايتونو څخه ۱۰ يي په ماين فرش دي. دغه هيواد لا تر اوسه له کورنۍ جگړې سره لاس او گريوان دی.

د سوډان ۸۰ سلنه خلک د کرهڼي په سکتور کي بوخت دي، خو د ماينونو شتون په دغه سکتور کي د پرمختگ مخه نيولې ده. په سوډان کي د ماين ضد مبارزې د مرکز رئيس، صالح بشاشا، د وينا له مخي «د دغو ماينونو او چادونکو موادو شته والی په اطرافي سيمو کي د خلکو او څاروۍ د تگ راتگ له پاره ستر خنډ دی. دا وضعيت په سوډان کي د خلکو پر اقتصاد باندي ناوړه اغېزه کړې ده.»

ماين شنډول د ژوند په بيه

په سوډان، افغانستان او داسي نورو جگړه ځپلو هيوادونو کي ماين شنډول د کورني او نرړيوالو مرستندويو سازمانونو په لومړيتوبونو کي نيول شوي، څو بزگرانو او کليو او بانډو خلکو ته د ژوند شرايط برابر کړل شي. خو ماين پاکي او ماين شنډول تل له خطر سره مخامخ وي.

آلمانی ماين شڼدونکی، گوندر پتڅکې په ليبيا کي د خپل ډير سختي کار يادونه کوي: «د ليبيا د پلازمېني طرابلس د هوايي ډگر امنيت بايد خوندي ساتل شوی وای. هلته يو ډير کوچنی ماين چي۵۰ گرامه وو ښخ شوی وو. دغه ماين د دي له پاره د سړک د غاړي تر څنگ ښخ شوی وو، څو هوايي ډگر ته د لاس رسي مخه ونيوله شي.» هغه د ډيرو حساسو ماينونو په شنډولو کي مهارت لري.

د هغه د وينا له مخي تر ټولو سخت هغه ماينونه دي چي تر ځمکي لاندي په پټه ټوگه ايښوول شوي وي او د شنډولو له پاره هيڅ ډول نقشه په لاس کي نه وي. په کورنيو جگړو کي له دغو ماينونو څخه ډير زيات کار اخيستل کيږي. د پتڅکي په نظر دا ځکه چي په داسي جگړو کي «د ولسونو نړيوال حقوق» نه مراعتيږي.

د ماينونو شنډول يوه ډېره خطرناکه دنده ده، که چيري مخکي له مخکي تدابير او اړوند وسايل موجود نه وي، نو ډيره سخته ده چي يو ماين شنډ کړل شي. آلمانی ماين پاکونکی، پيتڅکې د خپلي يوې دندې په هکله وايي: «موږ له ماين موندونکو وسايلو څخه کار اخلو، څو د ښخ کړل شوي ماين ځای پيدا کړو. تر هغه وروسته چي وموندل شول چي څه ډول يو ماين دی، کوم ډول ماين دی او څومره ستر دی او د چادوني ساحه يي څومره ستره ده. له هغي وروسته د عمل له پاره کار پيل کيږي.»

هغه وايي چي که چيري بې له معلوماتو يو ماين چاودلو ته چمتو شي، دا خطر شته چي نور ماينونه هم ور سره تړلي وي چي لازم تدابير ورته نيول شوي نه دي:

«که چيري سړی لومړی ماين وچوي، دا خطر شته چي د ځمکي په ښوريدو سره نور ماينونه هم وچوي او يا د تشخيص ساحه گډه وډه شي او بيا نو سړی مجبوره کيږي چي د لټون کار له سره پيل شي.»

نوموړی يادونه کوي چي ورځ په ورځ نوي ماينونه توليديږي چي موندل يي ډېر گران کار دی او دا د ماين شنډونکو ژوند نور هم له خطر سره مخامخ کوي. د ماين پاکانو او ماين شنډونکو دندې ته هر سړی زړه نه ښه کوي.

گورند پيڅکې، د آلمان د پوځ يو پخوانی غړی دی، هغه تر ۲۰۰۸ کال پوري د آلمان پوځ ته د جنگي وسايلو د ليري کولو په برخه کي روزنه ورکوله. هغه په افغانستان کي چي لا تراوسه له ماينونو ډک هيواد دی، هم دنده تر سره کړې ده. هغه وايي حتي که چيري ماين شنډونکي په پرمختتلو وسايلو سمبال هم وي، ژوند يې له خطر سره مخامخ دی:

«زه يوه غمجنه خاطره له افغانستان څخه لرم، يو امريکايي ملگري مي د يوه ماشين په واسطه په مخکي پراته مينونه پاک کړل، دی د ماشين د زنځير په واسطه جوړ شوو ردو يوې او بلي خواته روان وو. خو د دغو ردو په مينځ کي پر یوه نه شنډ شوي ماين باندي هغه وخوت.»

دغه آلمانی ماين شنډونکی وايي: داسي مرگ پېښوونکي مثالونه ډير زيات دي. ماين پاکول او ماين شنډول به تل د يوه خطر په توگه پاته وي.