1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متحده ايالاتو نوي جنګي پلان نوی انديښني پيدا کړي

۱۳۸۹ تیر ۲۰, یکشنبه

افغان پوځي کار پوه جنرال عتيق الله بريالي وايي د طالبانو پر خلاف د کليوالي خلکو مسلح کول، که چيري د دولت تر بشپړ کنترول لاندي نه وي، افغانستان له نوي کورني ناورين سره مخامخ کوي».

https://p.dw.com/p/OGPX
کارپوهان: د کليوالي اربکيو او د وسلوالو طالبانو تر منځ توپير سخت دي.
کارپوهان: د کليوالي اربکيو او د وسلوالو طالبانو تر منځ توپير سخت دي.انځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان د حکومت يو پخواني پوځي مشاور او د پوځي چارو کار پوه په افغاسنتان کي د امريکا متحده ايالاتو او ناتو د ځواکونو د نوي عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترايس يو وروستي جنګي پلان چي ګواکي کليوالي خلک دی په وسلو سبمال شي، له ستراتيژيکي لحاظه کمزوري ګڼي.

د واشنګتن پست د يو رپوټ له مخي چي پرون خپور شوي دي، جنرال پيترايس په خپل هغه يو پلان کي د کرزي له سخت مخالفت سره مخامخ شوي چي امريکا غواړي د افغانستان کليوالي خلک دي د طالب اورپکو پر خلاف خپله وجنګيږي

جنرال عتيق الله بريالي د آلمان غږ راډيو ته په يو مرکه کي نن وويل چي په هغو سيمو کي چي طالبانو پر خلاف جګړه روانه، ډيري ولسي خلک په وسلو سمبال دي. جنرال بريالي وويل که چيري هدف دا وي چي د طالبانو پر خلاف ولسي مقاومت په لاره واچول شي دا د دولت تر څارني لاندي بايد وشي.

«په لومړي سر کي هڅه بايد وشي چي هغوي ( کليوالي خلک) مسلح نه شي. هغوي خپله وسلي لري، د هغوي وسلي بايد رسميت پيدا کړي. هغوی بايد راټول شي د خپلي منطقي د دفاع لپاره. بل دا چي د هغوي د مسووليت ساحه بايد مشخصي شي. افغانستان ته تهديدونه ډير زيات په سرحدونو کي متوجه دي. هغوي بايد په همدي شعاع کي د عمل آزادي ولري. هغوی بايد د ملي اردو او ملي پوليسو د مستقيم نظارت لاندي عمل وکړي.»

په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو او د ناتو د عمومي قوماندان په توګه د جنرال ديدو پيترايس له ټاکل کيدو څخه لا يوه اوني تيره شوي نه وه چي د هغه او د جمهور رييس کرزي تر منځ د افغانستان د پوځي ماموريت په هکله اختلاف نظر پيدا شوي دی.

جنرال بريالي چي بريتانيا ته په سفر وتلي وويل د یو تیلفونی مرکی له لاری آلمان غږ راډویو ته وویل چی د جګړی د نوي طرحي هدف ښایی دا وي تر څو د متحده ايالات او ناتو د هغو مسووليتونو پيټي سپک شي چي همدا اوس د جګړي په ډګر د هغوي په اوږو بار دی.

هغه وویل: «زه فکر کوم چي جنرال پيترايس غواړي هغه قوت چي په جامعه کي وجود لري، هغوي د طالبانو په مقابل کي سوق کړي. او له بلي خوا خپل مسووليتونه او د ناتو مسووليتونه لږ کړي.»

د امریکایی ورحپاڼي د رپوټ له مخی کله چي تيره اوني له جمهور رييس کرزي سره جنرال پيترايس د خپل نوي ماموريت له پيل څخه وروسته د لومړي ځل لپاره وليدل، خپل هغه يو پلان وړاندي کړ چي وروسته له دي په کليو او باڼدو کي له طالب اورپکو سره څه ډول مقابله وشي. ويل شوي دي چي د دفاع په مقصد د کليوالي خلکو را خپلول د متحده ايالاتو د ستراتيژي يوه مهمه برخه ده.

په رپوټ کي د امريکايي چارواکو له خولي ويلي شوي دي چي هغوي وويل: « امريکا متحده ايالات غواړي چي د افغانستان يو ګڼ شمير ولاياتو ته دغه پروګرام پراخ کړي. هغوي هيله من دي چي د کرزي انديښني به هم په دي اړه رفع کړاي شي.»

خو د جنرال بريالي په شمول ډيري کار پوهان دغه ډول يو پروګرام چي کليوالي خلک مسلح شي، دير خطرناک بولي او دا ښايي افغانستان له ملک الطوايفي سره مخامخ کړي چي بيا کنترول يي به ډير سخت وي.

جنرال بريالي وويل: «زه هم انديښنه لرم، که چيري مونږ بي احتياطي وکړو د افغانستان د دولت د اوسنی کمزورتیا په پام کی نیولو سره دا خطر شته چی هغوی (کلیوالی اربکی) د دولت له کنترول او اداری ووځي».

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: عارف وردک

افغان پوځي کار پوه جنرال عتيق الله بريالي وايي د طالبانو پر خلاف د کليوالي خلکو مسلح کول، که چيري د دولت تر بشپړ کنترول لاندي نه وي، افغانستان له نوي کورني ناورين سره مخامخ کوي».