1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «مجاهدینو شورا» پر جوړیدو نیوکې شوي دي

حسین سیرت/ مسعود جهش۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه

د افغانستان ولسي جرګي د اسماعیل خان له خوا د مجاهدینو په نوم د شورا پر جوړیدو ‏باندې سختې نیوکې کړې دي. د پارلمان غړي وایي چې دغه اقدام به د خلکو په منځ کې د ‏ویرې د رامنځ ته کیدو لامل وګرځي.‏

https://p.dw.com/p/16gUB
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د شنبې په ورځ (د نومبر د میاشتې لسمه نیټه) ‏وویل، هغه مجاهدین چې غواړي له افغانستان څخه دفاع وکړي باید قانوني فعالیتونه ولري.‏

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: «مجاهدین دې په اردو کې شامل کړای شي. دا ښه کار دی. ‏مجاهدین په یوه کس، کورنۍ او یا هم یوه قوم پورې تړلي نه دي.»‏

د اسماعیل خان او د هرات والي تر منځ مخالفت‏

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان، په وروستیو وختونو کې په هرات ‏کې د مجاهدینو په نوم یوه شورا جوړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هرات سیمه ‏ییز چارواکي وایي هغه کسان یې نیولي دي چې دغې شورا ورته وسلې ورکړې وې.‏

د هرات والي په ښکاره ډول د دغې شورا له جوړیدو سره مخالفت وکړ او هغه یې غیر ‏قانوني وبلله. هغه وسله وال کسان چې په هرات کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي ‏دي وایي چې د همدې شورا له خوا ورته وسلې ورکړل شوې دي.‏

د افغانستان د پارلمان غړو د شنبې د ورځې په غونډه کې پر دې خبره ټینګار وکړ چې هیڅ ‏یوه وګړي ته هم باید د دې اجازه ور نه کړل شي چې په بیلا بیلو نومونو خپلو کسانو ته ‏وسلې وویشي. خو یو شمیر نورو استازو بیا پر دولت باندې نیوکه وکړه چې د خلکو د ‏امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی او له همدې کبله افغانان په خپله د خپل امنیت د ‏ټینګولو له پاره وسلو ته لاس کوي.‏

همدا اوس هم په افغانستان کې د محلي پولیسو او د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونونو تر نامه ‏لاندې کسان مسلح کړای شوي دي. له دې سره د خلکو په منځ کې داسې اندیښنې رامنځ ته ‏شوي دي چې نه شي همدا وسله وال کسان د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه ‏له افغانستان څخه ووځي دا هیواد د کورنۍ جګړې پر لور بوځي.‏

په ولسي جګه کې د بدخشان ولایت استازې فوزیه کوفي، وویل هغه وسلې چې اوس په ښه ‏نیت خلکو ته ویشل کیږي کیدای شي چې په راتلونکې کې د هغوی له خوا د خرابو موخو له ‏پاره وکارول شي.‏

میرمن کوفي زیاته کړه: «زما په نظر اربکیو، سیمه ییزو پولیسو، پخوانیو مجاهدینو او یا ‏نورو ډلو ته د وسلو ویشل د افغانستان په ګټه نه ده.»‏

د خلکو په منځ کې د ویرې رامنځ ته کیدل‏

یو شمیر استازو وویل چې د خپل سرو وسله والو ډلو فعالیتونو د پیلیدو له کبله د یو شمیر ‏سوداګرو په منځ کې ویره پیدا شوي او د دې لامل شوې چې هغوی خپلې شتمنۍ له ‏افغانستان څخه بهر ته وباسي. د دایکندي ولایت استازي محمد نور اکبري، وویل چې د ‏مجاهدینو د شورا جوړیدو د خلکو په منځ کې ویره ډیره کړې ده.‏

د پارلمان دغه استازي زیاته کړه: «د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د افغان حکومت د کابینې ‏یو غړی په دې خطرناکه کار لاس پورې کوي. دا د افغانستان د بې ثباتي بنسټ ږدي. زه ‏دغه کار د افغانستان د ملي ګټو ضد بولم. دغه کار افغانستان د کورنۍ جګړې په لور ‏بیولای شي.»‏

اسماعیل خان د هرات ولایت له مجاهدینو څخه غوښتي دي چې سره یو شي او اجازه ور نه ‏کړي چې بیلا بیلې ډلې د هغوی ولسوالۍ ناامنه کړي. دغه پخواني جهادي قوماندان چې ‏اوس د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر دی ویلي دي چې د مجاهدینو د شورا د جوړیدو یو ‏هدف په هرات کې د بیا رغاونې له پروژو څخه دفاع کول دي.‏