1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مجرمو مهاجرو اخراج باید اسانه سي

۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

د آلمان مسيحي ديموکراټان غواړي د مجرمو پناه غوښتونکو اخراج اسانه کړي. د دغه گوند مرستیال ارمین لَشرت له دويچه ويله سره په مرکه کي خبرداری ورکوي، چي په کولن کي د نوي کال شپې غوندي پیښو پټول له نشنليسټانو سره کومک کوي.

https://p.dw.com/p/1HbTS
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

دويچه ويله: د کولن د پولیسو د امنیې قومندان ولفگنگ البیرس د جمعې په ورځ تر خپل وخت مخکي تقاعد ته سوق سو. تاسي ويلای سئ چي آيا هغه د کولن په مرکزي تمځای کي د نوي کال د شپې پيښي پټي ساتلي وې؟

لَشرت:داسي یو عمومي نظر موجود دی چي حالات ښه بیان او او په اصطلاح د خیر وخیریت رپوټ ورکول سي، چي دا کار په نورو وختو کي هم څو واري لیدل سوی دی. زه گومان کوم، چي ښاغلي البیرس نه غوښتل په دې وسیله د مهاجرو سیاست ته تاوان ورسوي او له پناه غوښتونکو سره کومک وکړي. خو په حقیقت کي هغه ورته تاوان رسولی دی، ځکه چي که د دغسو وقایعو په باب معلوماتونه پټ سي، نو دا د ښی اړخو نشنليسټانو په گټه دی.

دويچه ويله: د هېسن ایالت پخواني صدراعظم رونالد کوخ په ۲۰۰۷ م کال کي د انتخاباتي مبارزې پر مهال د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراجولو غوښتنه کړې وه. ایا هغه پر حق ؤ؟

لَشرت: دغه ډول یوه موضوع نه باید په انتخاباتي مبارزه کي مطرح او راپورته سي. د جاري قوانینو پراساس مجرم پناه غوښتونکي او د خارجي پاسپورټو لرونکي کسان یوازي هغه وخت اخراجیدلای سي چي په درې کاله بند محکوم سوي وي. خو بیله ضمانت څخه درې کاله بند یو لوی مانع دی، ځکه چي یو چا باید سخت جرم کړی وي چي هغه ته دا ډول جزأ ورکول سي.

خو اوس باید داسي کسان لکه د کولن د مرکزي تمځای د پيښو مجرمین هم باید اخراج سي. څوک چي په دوامداره ډول زموږ د هیواد مقررات نه مراعتوي، هغه باید اقامت تر لاسه نه کړي.

دويچه ويله: آیا د کولن په مرکزي تمځای کي پر ښځو باندي حملې ستاسي په نظر مذهبي بڼه درلوده او که کلتوري؟

لَشرت: زه داسي مذهبي دستورونه نه پيژنم چي اجازه دي ورکوي، ښځو ته دي پر لارو او کوڅو باندي اذار ورکول سي، له هغوی سره زورزیاتی وسي او یا جنسي تیری ورباندي وسي، لکه څرنگه چي د کولن په مرکزي تمځای کي پيښ سول. دا زما په نظر د ښځو په مقابل کي د لږ احترام، پر قانون ولاړ دولت او قوانینو نه مراعتولو یوه نخښه ده. زه هیله مند یم چي په دې باب د جرمني مذهبي مشران هم په صراحت سره نظر ورکړي. دا داسي ځوانان دي چي جرمونه کوي او د بل هر چا غوندي باید جزأ وویني. دا د داخلي امنیت یوه موضوع ده او نه دمذهب او دین.

دويچه ويله: خو سربیره پردې د هغه له پاره ضمني مذهبي دلایل موجود دي. دا په دې معنی چي د کولون د حملو اکثره مجرمین د شمالي افریقا هيوادو او مسلمانان دي.

لَشرت: زه دا غلطه گڼم چي دغه موضوع له مذهبي بحثونو سره وتړل سي. زما د معلوماتو پر اساس په مراکش، مصر او یا تونس کي هم دې ته اجازه نه ورکول کیږي چي نارینه دي پر لارو او کوڅو باندي پر ښځو باندي حملې وکړې، هغوی جنسي و زهیرول سي او یا داسي یوې پيښي ته اجازه ورکول سي، لکه د کولون د مرکزي تمځای پيښي ته.