1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د محلي پولیسو مشر د ملکيانو پر وژلو تورن شو

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

په روزگان کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه قوماندان د یاغیانو په برید کې د هغه د دوو ملگرو تر وژل کیدو وروسته، د ۱۱ تنو ملکي وگړو د وژلو تور لگول شوی دئ خو د کورنیو چارو وزارت دا تورونه بې بنسټه بولي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15iWB
انځور: AP

یوه افغان چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې د المان له خبري آژانس سره خبرې کولې وویل: «هغه دغه ملکي وگړي په دې تور ووژل چې د هغه د ملگرو په وژلو کې ئې لاس لاره.»

دغه چارواکي زیاته کړه چې هغه قوماندان چې د چهارشنبې په ورځ ئې د روزگان په ولایت کې ۱۱ تنه ملکي وگړي وژلي دي شجاعي نومیږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا پېښه نه ده تایید کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ دغه پېښه نه شو تاییدولای. دا تورونه ټول بې بنسټه دي.»

خو د افغانستان په ولسې جرگه کې د روزگان استازي عبیدالله بارکزي، ویلي دي چې دې قوماندان دغه ملکي وگړي د خاص روزگان په ولسوالۍ کې پرته له کوم دلیل څخه له خپلو کورونو ایستلي دي او وژلي ئې دي.

ویل کیږي چې دا پېښه د روزگان ولایت د خاص روزگان په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. شجاعي د سیمه ییزو پولیسو د یوې ډلې مشري پر غاړه لرله. سیمه ییز پولیس د افغانستان د لیرې پرتو سیمو د امنیت ساتلو مسئولیت پر غاړه لري.

تر دې پخوا هم پر سیمه ییزو پولیسو باندې پر بشري حقونو د تیري او نور ورته تورونه لگول شوي دي. یو شمیر افغان چارواکي د دغو ځواکونو له رامنځ ته کیدو سره مخالف دي او وایي چې دا ځواکونه کیدای شي په راتلونکې کې د افغان حکومت له پاره په یوه سر خوږۍ باندې بدل شي.

د روزگان ولایت استازي عبیدالله بارکزي، ویلي دي: «دا لومړی ځل نه دئ چې دا قوماندان ملکي بیگناه کسان وژني.»

د بارکزي په خبره دغه قوماندان تر دې پخوا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو او کابل ته استول شوی وو. بارکزی زیاتوي چې قوماندان شجاعي په کابل کې بیرته ازاد شوی وو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم