1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د محکمې حکم: نابالغه مهاجر حق لري خپلې کورنۍ راوغواړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۴, جمعه

د اروپا سترې محکمې د هغو مهاجرو قانوني حقوق پياوړي کړي دي چې قانوني سن ته نه دي رسيدلي. د آلمان دولت خلاف، د دغو مهاجرو د کورنۍ لومړۍ درجه غړي حق لري له دوې سره يو ځای شي.

https://p.dw.com/p/2vyEp
Deutschland - Symbolbild Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د اروپا ستري محکمې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اپريل ۱۲مه) یو حکم صادر کړ چې پر اساس يې هغه مور او پلار کولای شي په اروپا کې له خپل مهاجر زوی يا لور سره يو ځای شي چې د پناه غوښتنې درخواست سپارلو پر وخت يې سن اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلی. حتي که د دغه شان مهاجر سن د قبولي تر اخيستو وروسته تر اتلس کلنۍ اوښتي هم وي دغه قانون ورسره صدق کوي.

د آلمان د قوانينو له مخې، هغه مهاجر چې قانوني سن ته نه وي رسیدلي، د کورنۍ د غړو الحاق يې جواز لري، خو د مور او پلار اقامت يې وروسته له هغې چې مهاجر خپل قانوني سن ته رسيږي، بيرته لغو کيږي.

ورته مطالب:

آلمان- د مهاجرو کورنيو د الحاق په اړه د قانون جوړونې تازه بحثونه

آلمان د مهاجرو د کورنیو د راغواښتلو لړۍ پیلوي

د آلمان د ايالتونو شوراګانو د روان کال په جنوري مياشت کې يوه طرحه تصويب کړه چې له مخې يې د روان کال له اګست مياشتې هره مياشت د مهاجرو د کورنيو ۱۰۰۰ غړي کولای شي په آلمان کې د خپلو کورنيو له غړو سره يو ځای شي.

په دغو مقرراتو کې ښځه او خاوند هم شامل دي.

«د مهاجرو کورنۍ دي را وغوښتل شي»

اوس د اروپا د سترې محکمې له دغه حکم سره، په دې برخه کې د ټولو اروپايي هيوادونو مقررات لغو کيږي او هغوی موظف دي چې د دغې محکمې په حکم عمل وکړي.

د آلمان دولت په ۲۰۱۶م کال کې په دغه هيواد کې د مهاجرو شمير د لوړيدو له امله، د مهاجرو د کورنيو د الحاق قانون د دوو کلونو له پاره د تعليق په حالت کې راوستلی وو.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب