1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مخابراتو سکتور به تر ۲۰۱۴ وروسته هم وده وکړي»

میرویس جلالزی۱۳۹۱ بهمن ۱۶, دوشنبه

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي چې د مخابراتو سکتور به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم وده وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر افغان پانګوال تر دې نیټې وروسته د ناامنیو له ویرې خپلې سرمایې بهرنیو هیوادونو ته لیږدوي.

https://p.dw.com/p/17Xi5
انځور: AP

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د فبروري میاشتې څلورمه نیټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د مخابراتو سکتور به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم وده وکړي. هغه زیاته کړه چې د مخابراتو په برخه کې د خلکو اړتیا ورځ په ورځ مخ په لوړیدو ده او له همدې کبله به له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه سکتور ښه وده ولري.

په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته د مخابراتو سکتور د پام وړ وده کړې ده. اوس افغانستان له نړیوالو معیارونو سره برابر د ګرځنده تیلیفونونو سیستم لري، ډیر شمیر خلک له کورني تیلیفونونو څخه کار اخلي او ډیر شمیر کورونه او ګرځنده تیلیفونونه له انترنت سره وصل شوي دي. په دغه هیواد کې او خو ان د نوري فیبر د غځولو د پروژې کار هم له څو کلونو راهیسې دوام لري. د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي چې اوس د دغه هیواد څه نا څه اتیا سلنه خاوره د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلې ده.

د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایله پورې ټول بهرني جنګي ځوانه له افغانستان څخه ووځي. یو شمیر پانګوال له دې ویره لري چې تر دې نیټې وروسته د افغانستان امنیتي حالات خرابیدای شي نو له همدې کبله هغوی خپلې سرمایې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي چې د مخابراتو له سکتور څخه د افغان حکومت عواید به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم مخ په زیاتیدو وي. دغه وزارت زیاتوي چې یوازې تیر کال افغان حکومت د مخابراتو له سکتور څخه ۲۲۰ میلیونه امریکايي ډالره تر لاسه کړي ول.

د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین، وایي: «دغه عواید چې موږ یې اوس ترلاسه کوو، هغه به موږ له ۲۰۱۴ کال وروسته هم ولرو او هره ورځ به ډیر شي ځکه د مخابراتي شرکتونو د ګډونوالو شمیره هره ورځ د ډیریدو په حال کې ده.»

اوس په افغانستان کې پنځه لوی مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې په ډله کې یې یو دولتي مخابراتي شرکت هم شامل دی. ښاغلي سنګین وویل: «دا هغه سکتور دی چې افغانان په کې خدمتونه وړاندې کوي او استفاده کونکي یې هم پخپله افغانان دي. نو ځکه به دغه سکتور په راتلونکې کې دوام ومومي او چاري به یي همداسې پرمختګ وکړي.»

د مخابراتو وزیر وویل چې په را راتلونکي هجري لمریز کال کې به په افغانستان کې فعاله مخابراتي شرکتونه د نوې تکنالوژۍ د را واردولو په موخه په میلیونونو امریکايي ډالر ولګوي. چې له دې سره د نوموړي په خبره ډیری افغانان د کار روزګار خاوندان کیدای شي.