1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مخدره موادوپه نوي رپوټ کي افغانستان بيا هم لمړی مقام لري

۱۳۸۷ شهریور ۶, چهارشنبه

کوم احصايوي ارقام چي دملګرو ملتو دنشه يي موادو او جنايتونو سره دمبارزې ددفتر UNODC له خوا په 2008 ميلادي کال کي

https://p.dw.com/p/F5qq
په افغانستان کښي دکوکنارو د کرلو یوه ګوښه
په افغانستان کښي دکوکنارو د کرلو یوه ګوښهانځور: picture-alliance/ dpa

دترياکو او دچرسو دکرلو او سوداګرۍ سره دمبارزې په کلني رپوټ کې وړاندي سوی دي، ښه يي، چه دملګرو ملتو ټولنه په افغانستان کې دنشه يې توکو پر ضد په مبارزه کي کوم خاص بريالیتوب ندی تر لاسه کړی.

که څه هم داسي ويل کيږي چي په افغانستان کي د هغه مځکوپه ساحه کې چي کوکنار پکښي کرل کيږي، په 2008 میلادي کال کي د 2007 میلادي کال په پرتله په سلو کي 19 کوموالی راغلی دی، خو بياهم د تارياکو په توليد کي د پاته مځکو څخه دښه حاصلاتو داخيستلو له امله يوازي په سلو کې 6 کموالی ليدل کيږي .خصوصاً په هلمند کي د کوکنارو د کښت په حاصلاتو کي په بيساري ډول زياتوالی راغلی دی، اولکه څنګه چی ښکاري ښايي په دغه ولايت کي دتاریاکو دحاصلاتو زیاتوالی په سلو کې 25 وي.

په هلمند کي د کوکنارو د شيرې ټولول
په هلمند کي د کوکنارو د شيرې ټولولانځور: picture-alliance/ dpa

څنګه چي دملګرو ملتو د ټولني د مخدره موادو او د جناياتو سره دمبارزې د دفترUNODC په سږني رپوټ کي ويل کيږي، که چيري هلمند يو دولت وای، نو د نشه يي موادو په توليد کي چا ورسره سيالي نسوای کولای. يوازي ددغي سیمي د تارياکو څخه د نړۍ د هيروینو دتوليد د اومو موادو د درو برخو څخه دوې برخي لاس ته راځي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو د ټولني د نشه يي موادو او دجنایاتو سره دمبارزې ددفتر مشره Christina Oguz وايي:«دا به يوه تصادفي خبره نه وي چي د نشه يې توکو سوداګر او د دوی سره هملاسی کسان په ټول طاقت او مالي امکاناتو سره هڅه کوي چي د هيواد سويلي سیمي په تيره بیا هلمند د افغانستان د حکومت ترنفوذ او کنترول لاندې نه وي.»

د نشه يې موادو له مدرکه هم ددغه موادو کروندګر او سوداګر او هم مقاومت کونکي په کافې اندازه پيسې لاس ته راوړي.

د ملګرو ملتو دټولني درپوټ له مخي په افغانستان کې دنشه يې موادو له مدرکه د طالبانو تند لاری اسلامي غورځنګ ته په کال کي لږ تر لږه 300 ملیونه ډالره پلاس ورځي اولکه څنګه چي ويل کيږي، يوازي د نشه يي موادو کروند ګر طالبانو ته په کال کي 73 مليونه ډالره دمالیاتو يا ذکات په نامه ورکوي، پاته 227 مليونه ډالره د نشه يي توکو د سوداګرو لخوا طالبان ته ورکول کيږي او طالبان په دغه پيسو سره سلاوي او نور اکمالات تهیه کوي. دغه ارقام په ويانا کښي د ملګرو ملتونو د ټولني د نشه موادو او د جنایاتو سره د مبارزې د څانګي مشر Antonio Mario Costa د Presse په نامه يوې اطريشۍ ورځپاڼي ته ورکړي دي. او يو دليل چي ولي په خاص ډول دافغانستان په جنوبي ولایاتو ،او په عمومې ډول په ټول افغانستان کي سوله اوثبات نه راځي، دا دنشه يي موادو د سوداګرو د اقتصادي د لچسپيو سره تړلې موضوع ده.

يو افغان کرونده ګر د تارياکو څخه د شيرې ټولولو پر وخت
يو افغان کرونده ګر د تارياکو څخه د شيرې ټولولو پر وختانځور: AP

دملګروملتو ددغه رپوټ پر اساس سږکال بيا په افغانستان کې دنړۍ په سلوکې 98 تریاک ددغه هیواد په 7 سويل لویدیزو ولايتونو کي توليد سوي، چي ددرو برخوڅخه دوې برخي يې يوازي په هلمند کي کرل سوي دي . نو په دې ډول به دا دحيرانتيا وړ خبره نه و ي چه ولي هلمند دافغانستان تر ټولو ناآرامه ولايت دی .

په افغانستان کې دلويې برطانيې سفيرShirard Cowper Coles دورکړل سوو ارقامو په تايد وايي چي:«په افغانستان کې دمقاومت او دنشه يي موادو دکرلو اوسوداګرۍ ترمنځ ارتباط موجود دی . چیري چی سوله او ښه حکومت نه وي ، هلته دنشه يې موادو دکرلو دپاره شرایط مساعدوي.»

که څه هم دڅو کالو راپدیخواپه هلمند کي برطانوي عسکر ځای پر ځای دي ، خو دوی داماموريت نلري چه دنشه يې موادو دکرلو او سوداګرۍ پر ضد دي هم مبارزه وکي. لکه څنګه چې د UNODC په رپوټ کي ويل کیږي ، په رسمي ډول سره اوس دافغانستان په 18 ولايتوکي نور کوکنار نه کرل کیږي ، خوبيا هم دافغانستان د 23 ملیونواتباعو د جملې څخه هر لسم نفر دنشه يي موادو په کرلو اويا سوداګرۍ کی لاس لري . دکوکنارو دکرلو له مدرکه دافغانستان کروندګروپه روان ميلادې کال کي 732 ملیونه ډالره ترلاسه کړي دي ،چي دغه پيسې دافغانستان دناخالص ټولنيز توليد په سلو کي اومه برخه تشکيلوي .