1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مديترانې له لارې مهاجرت د زياتیدو په حال کې دی

۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبه

د آلمانۍ «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، ايټاليا ته د روان ميلادي کال له پيله د جون مياشتې تر۲۲مې پورې د مديترانې سمندرګي له لاري ۷۱ زره و ۹۷۸ تنه مهاجر ورغلي او راجستر کړي يې دي.

https://p.dw.com/p/2fLWm
Mittelmeer Rettungsaktion Flüchtlinge
انځور: Reuters/Y. Behrakis

د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو شمير يو ځل بيا د لوړيدو په حال کې دی. سږکال ايټاليا ته د رسيدلو مهاجرو په شمير کې د تيرکال يادې مودې په پرتله ۲۷.۶ سلنه ډیروالی رامنځ ته شوی دی. «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې د امنيتي چارو کارپوهانو په حواله ليکي چې حاضردمه په ترکيه کې ۳ اعشاريه ۳ ميليونه مهاجر ميشت دي.

د دغې ورځپاڼې په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې يونان کې هم ۶۲ زره او ۳۵۴ تنه مهاجر ميشت دي چې له هغو څخه ۱۴ زره او ۴۸۹ تنه يې د دغه هيواد په ټاپوګانو کې ژوند کوي. مهاجر، اروپا ته د رسيدو په موخه د مديترانې سمندرګي خطرناکې لارې څخه کار اخلي.

اروپا ته د تلو په تمه

«بیلد ام زونتاګ» د امنيتي چارو کارپوهانو په حواله زياتوي چې حاضردمه ۱.۴۵ میلیونه انسانان د افريقا شمال ساحل کې اروپا د تلو په مقصد د فرصت موندلو په انتظار کې دي.

انساني قاچاقبران د مديترانې سمندرګې له لارې د مهاجرو د ليږد لپاره تر ډيره له خطرناکو قايقونو څخه کار اخلي چې د ډوبيدو سبب ګرځي. زياتې کشتۍ ژغورل کيږي.

ژغورل شوي مهاجر

يوازې د تيرې شنبې په ورځ، د اسپانيا ساحلي ساتونکو له ۲۰۰ څخه زيات مهاجر چې په شپږو قايقونو کې سپاره ول، د اسپانيا په سويل کې له ډوبيدو وژغورل.

دغو ساتونکو د تيرې اوونۍ په پيل کې له ۴۱۴ تنو څخه زيات مهاجر وژغورل. د سمندري ساتونکو د مسئولانو په وينا، تيرکال له ۶ زره او ۷۲۶ تنو څخه ډير مهاجر چې غوښتل يې د سمندر له لارې اسپانيا ته خپل ځانونه ورسوي، وژغورل شول.

۲۰۱۶ کال کې د افريقا له شمال څخه ۱۸۱ زره مهاجرو خپل ځانونه د سمندر له لارې ايټاليا ته ورسول.

د شمير د زياتيدو اټکل

اټکل کيږي چې په ۲۰۱۷ کال کې به د هغو افرادو شمير ۳۰ سلنه پورته ولاړ شي چې د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته راځي. ډیری مهاجر ايټاليا ته تر رسيدو وروسته خپلو سفرونه ته د آلمان پر لور ادامه ورکوي.

د آلمان د مهاجرت ادارې د روان کال له پيله د می مياشتې تر پايه د پناه ۷۷ زره او ۱۴۷ غوښتنې ترلاسه کړي دي. تير ميلادي کال دغه شميره ۲۸۰ زره وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.05.2017):