1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مراکش پاچا شپږم محمد د ډيموکراټيکو اصلاحاتو اعلان وکړی

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

د پاچا د وينا څخه ټولو سياسي جريانو هرکلی کړی دی. د اسلامي حزب PJD د رهبر دپاره د پاچا وينا حتی په پټه خوله يو انقلاب ؤ.

https://p.dw.com/p/R8J3
په مراکش کي هم احتجاجونه تر سره سوه چي پکښي د بدلون غوښتنه وسوه
په مراکش کي هم احتجاجونه تر سره سوه چي پکښي د بدلون غوښتنه وسوهانځور: AP

چارشنبې د سيمي پروخت د ماښام اته بجې ، د مراکش دولتي ټلويزون ملي سرود ايږدي . پاچا شپږم مُحمد په توره دريشي او ډير جديت او قاطعيت سره د کمرې په مخکي راښکاره کيږي . پاچا چي ډير لږ د کمرې په مخکي راظاهيږي وويل:

«د اساسي قانون اصلاحات چي نن يې موږ اعلانوو، زموږ په هيواد کښي ددموکراسۍ پر خوا يو لوی ګام دی . دغه لار موږ په پراخو سياسي ، اقتصادي او اجتماعي اصلاحاتو سره تعقيبوو . په هغه کښي بايد خاصتأ پر قانون ولاړ دولت او ښه حکومتداري په نظر کښي ونيول سي . زه دغه اصلاحات غواړم او د پاک خدای څخه په دغه لار کښي برياليتوب غواړم . »

دا ډيري د تعجب وړ خبري وې . پاچا اصلاحات او ډيره ديموکراسي غواړي : يو کميسون بايد پر نوي اساسي قانون باندي کار وکي او رايه ورکونکي به هغه ته د ريفرانډم د لاري رايي ورکړي . او بله لا دا چي په آينده کي به د انتخاباتو د لاري په پارلمان کښي غښتلی او قوي ګوند صدراعظم هم معرفي کوي .

په غربي ديموکراسۍ کښي دا کار ممکنه دی ،خو په مراکش کښي هميشه سلطنت امتياز لري او په سياست کښي يې دوروستۍ خبري حق لري .

زينب ال رضوي ددغه خبر په اوريدو سره په تعجب کښي پاته کيږي او په خپلو غوږو باور نه کوي . آيا واقعأ شپږم مُحمد د شخصي آزادي ګانو ، په سياست کښي د ګډون او بې طرفي قضأ څخه خبري وکړې . پر دغه خبره باندي دغي ځواني سياسي فعالي چي د کلو کلو راهيسي يې پر شاهي نظام باندي انتقادونه کړي دي ، باور نه کاوه . دا وايي:

«دا د واقعي اصلاحاتو په خاطر د يوه دولتي شخص په حيث د پاچا لمړنی واقعي بيانيه وه . د سياسي لحاظه دا لکه يوه تالنده غوندي وه . پاچا د ځوانو مراکشيانو ټولو غوښتنو ته جواب ووايه . دا دټولو هغو کسانو دپاره يو لوی برياليتوب دی چي په ډير جرأت سره سړکانو ته راوتلي وه ، په مظاهرو يې لاس پوري کړی ؤ او د خپلو حقوقو غوښتنه يې کوله . »

د پاچا ددغي وينا څخه ټولو سياسي جريانو هرکلی وکړی . د اسلامي حزب PJD د رهبر دپاره د پاچا وينا حتی په پټه خوله يو انقلاب ؤ . خو زينب ال رضوي بيا په بله عقيده ده او وايي:

« پاچا بله هيڅ لار نه درلوده ، دی مجبوره دی چي د ځوانانو غوښتنو ته جواب ووايي . رژيم تر فشار لاندي ؤ . که شپږم مُحمد واقعأ دا غواړي چي اصلاحات عملي سي ، نو دا به زه د يوې سياسي هوښيارۍ په حيث وبولم . اوس ددې وخت رارسيدلی دی چي موږ ته وښيي چي دی زموږ مشکلات جدي نيسي . »

خو بيا هم لکه زينب ال رضوي ډير ځوان مراکشيان غواړي احتجاجونه وکړي ، سړکانو ته راووزي او وګوري چي واقعأ يو څه عملي کيږي.

محمد قاسم نوري / گيوبل الېکزانډر

کتونکی: احمدولي اڅکزی