1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرسي د فرمان پر ضد احتجاجونو کي يو کس وژل سوی دئ

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16q7F

د مصر د ولسشمر محمد مرسي د وروستي فرمان پر ضد احتجاجونو کي يو پنځلس کلن هلک وژل سوی دی. د قاهرې تر څنگ د هيواد په نورو برخو کي د احتجاج کوونکو او پوليسو تر منځ اخ و ډبونه پېښسوي دي. ولسمشر او د هيواد لوی قاضيان غواړي چي د دوشنبې په ورځ سره وگوري او د روان بحران له پاره د حل لاري چارې ولټوي. مرسي تېره اوونۍ يو داسي فرمان صادر کړ، چي له مخي يې واک زيات سوی. د دغه فرمان له مخي د په محکمو کي نور د مرسي احکام او فرمانونه نسي چيلينج کېدلای. د فرمان له مخي د نوي اساسي قانون تر جوړېدو به ولسمشر دغه اضافه اختيارات ولري. تنقيدين وايي چي د ولسمشر دغه فرمان د ديموکراسۍ ضد فرمان دی، چي عدليه له واکه غورځوي. مرسي يو ځل بيا پر دې ټينگار کړی دی چي فرمان يې يوازي د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پوري اعتبار لري.